تاند- د چین پر هواوي (Huawei) کمپنۍ د امریکا له بندیزونو وروسته د جاپان پاناسونیک کمپنۍ او همداراز بریتانیايي کمپنیو هم پر دې چینايي شرکت بندیزونه ولګول.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د جاپان پاناسونیک کمپنۍ وايي چې د هواوي د نویو موبایلونو د رانیولو معامله ځنډوي.

د پاناسونیک کمپنۍ ویندوی ویلي، د دوی د بندیز په نتیجه کې به د هواوي شرکت یو شمېر پُرزې منع شي.

ویل کېږي چې دا پرزې د ځیرک موبایل ټېلفون دي.

تر دې مخکې ګوګل کمپنۍ د هواوي ټېلفون د اندروید سیستم او د اپلیکېشنونو اپډېټ کېدا منع کړه.

د دې کار په نتیجه کې به د هواوي ټېلفون د ګوګل ډېر اپونه نه شي ډاونلوډ کولی.

په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هواوي کمپنۍ د هغو شرکتونو په فهرست کې شامل کړ چې له اجازې پرته امریکا ته صادرات نه شي کولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *