تاند- اینسایټ ستوربېړۍ د لومړي ځل لپاره په مریخ کې د هواپېژندنې د سینسرونو په مرسته د مریخ د دوړو په منځ کې د عکس العمل په اړه معلومات ثبت کړي دي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، په ۲۰۱۸ م کال په مریخ کې دوړې سبب شوې چې په دې سیاره کې د اپرچونیټي ستوربېړۍ ماموریت پای ته ورسېږي.

خو اینسایټ، چې څو میاشتې پخوا پر مریخ کښېنستې، د باد او دوړو له زیانه ژغورل شوې ده.

د اینسایټ پر پینلونو یا د لمریزې انرژۍ پر شیشې بادونه لګېدلي او دوړې پرې کښېنستي خو دا ستوربېړۍ توانېدلې چې هغه پاکې کړي او انرژي ترلاسه کړي.

له بلې خوا انسایټ ستوربېړۍ د هواپېژندنې د سینسرونو په مرسته د لومړي ځل لپاره په مریخ کې د دوړو او باد په منځ کې غبرګونونه وڅارل او معلومات یې ثبت کړل.

ساینسپوهان وايي چې دا معلومات به له دوی سره مرسته وکړي چې د مریخ د راتلونکو ماموریتونو د لا بریالیتوب لپاره ورڅخه استفاده وکړي.

دوی وايي چې تراوسه پورې اینسایټ له کومې لویې پېښې سره مخامخ شوې نه ده.

د دوی په ونیا د باد له چلېدو وروسته د اینسایټ ستوربېړۍ د لمریزې انرژۍ د یوه پینل د انرژۍ تولید صفر اعشاریه ۷ او بل ۲ اعشاریه ۷ سلنه زیات شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *