تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۷مه: افغان حکومت د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ په بېلابېلو جرمونو زندانیان ۱۰۰۰ کسه افغان سرتېري خوشې کوي.

 لویه څارنوالي وايي، په دې تړاو یې طرحه برابره کړې او د ولسمشر د فرمان په ترڅ کې به نږدې ۱۰۰۰ تنه بندیان سرتېري خپلو کورنیو ته واستوو.

 د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي وايي، په دې تړاو د قانون د حاکمیت عالي شورا، د سترې محکمې په ګډون د دولتي ادارو ګډ کمېسیون، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت، عدلیې وزارت او لویې څارنوالۍ په ګډه د هغو سرتېرو لیست ترتیب کړی چې د بخښنې مستحق دي او دمګړۍ په دولتي زندانونو کې شپې تېروي.

 د جمشېد رسولي په وینا، د دوی په لیست کې شامل کړي هغه بندیان سرتېري چې باید خوشې شي، ۹۴۵ یې پولیس، ۴۵۵ یې پوځیان، ۸۲ د ملي امنیت کارمندان او ۱۱۲ سرحدي پولیس او د عامه نظم سرتېري دي.

تر دې وړاندې په کوچني اختر کې نږدې ۱۰۰۰ طالب بندیان له زندانه خوشې کړای شوي وو چې طالبانو یې په بدل کې هیڅ کوم د نیک نیت ښودلو اقدام ونه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *