هندي او پاکستاني کشمیرونه

تاند- افغان طالبانو د پنجشنبې په ورځ (اګست ۸) وویل چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان اختلاف باید د افغانستان له حالاتو سره ونه تړل شي.

د طالبانو جنګي ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د ځینو خواوو له لوري د افغانستان له مسلې سره د کشمیر د مسلې تړل به د دې ستونزې له کمولو سره مرسته ونه کړي ځکه چې افغانستان ورسره ارتباط نه لري او باید د نورو هیوادونو د سیالیو پر میدان بدل نه شي.»

د پاکستان د اپوزیسیون مشر شهباز شریف او یو شمېر دولتي چارواکو خبرداری ورکړی چې داسې نه شي کېدای چې په کشمیر کې جنګ وي او کابل امن وي.

دوی دغه راز امریکا ته خبرداری ورکړی چې که پر هند د کشمیر په خاطر فشار رانه وړي د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې به خپله همکاري ودروي.

د افغانستان حکومت د پاکستاني چارواکو او سیاستوالو په دغو څرګندونو توند عکس العمل ښکاره کړی دی.

د پاکستان د اپوزیسیون مشر شهباز شریف د پاکستان ملي جرګې (اسمبلۍ) ته د کشمیر پر مسله د هند د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې وویل«دا ممکنه نه ده چې کشمیر دې په اور کې سوځي او په افغانستان کې دې سوله وي….»

خو په کابل کې د پاکستان سفارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان اختلاف به په افغانستان کې پر سوله اغېز ونه کړي.

د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل«د کشمیر مسله د افغانستان له جګړې سره هیڅ ارتباط نه لري….»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *