آیت الله محسني

په دې ورځو کې د تنظیمي مشرانو له ډلې د آصف محسني نومې شخص مړینې پورې اړوند خبرونو د میډیا بازار یو څه تود کړی دی. زما له نظره د اوو گونو (پاکستان میشتي) او اتو گونو (ایران میشتي) تنظیمونو مشرانو د افغانستان، افغانانو او لا بشریت له پاره داسې څه نه دي کړي چې هغه دې په ښو یاد شي. ځینو ښاغلو د محسني د مړینې په مناسبت یو څه ښه نظریات وړاندې کړې دي او دی یې د یو خیر غوښتونکي شخص په نامه یاد کړی دی چې زه د ټولو په برخه کې د «افسوس» توری کاروم. د محسني صفت کول او پر هغه پورې د ښو اعمالو تړل او بیا یې په بې مسؤلیته میډیا کې بیا، یبا تکرار او یادونه، د افغانستان او افغان ملت په حق کې جفا گڼم.

ټول تنظیمي مشران، د تنظیمونو لوړ پوړي چاواکي، لوی او واړه حکم کونکو قومندانان؛ د افغانانو عملي قاتلن دي او د نه بښلو وړ، چې یو په کې همدا د ایران لاس په نامه نوکر… اصف محسني و چې د افغانستان د هر اړخیز ایرانیزه کولو ماموریت ورله غاړې و.

زه دلته د ده د تنظیم د ټوپکیانو او د ده د پیروانو یو څو کرښې په بیا ځلې ډول را اخلم چې ما کلونه پخوا په خپله یوه سفرنامه (لارورکې لارویان) کې د یو عیني شاهد په ډول هغه حالت ثبت کړی دی چې زه په خپله د ده  تنظیمي ټوپکیانو لوټ کړی او حبس کړی وم او غوښتل یې چې د مرگ کندې ته مې ولېـږي، دا چې زه څنگه خدای را خلاص کړم او تر اوسه ژوندی یم، دا مې ټول په یاد کتاب کې لیکلې دي او هغه ټاکلې برخه چې «د خپل مرګ ننداره» سرلیک مې ورته ټاکلی دی، دلته را اخلم او هغو ښاغلو ته یې مخ کې ږدم چې د اصف محسني لمن پورې ښېگڼې نښلوي:«… 

د خپل مرګ ننداره:

د دغې ورځې په سبا مې سهار وختي د پلار د کور په نیت حرکت کاوه چې میرمن مې غږ را پسې وکړ:

د سترخوان له ځان سره واخله که کومه نانوایي کې ډوډۍ پیدا کړې. د سترخوان مې له ځان سره واخیست، په دریمه کارته کې مې له پیسو سره په یوه نانوایي کې په نوبت کې کیښود او خپله د بایسکیل په سورلۍ د دهمرادخان په لوري وخوځیدم. له رسیدوسره سم مې ولیدل چې له مور نه مې نیولې، بیا تر واړه ماشوم پورې ټول په حویلۍ کې کوم لوري ته د حرکت په نیت ولاړ دي.

ما وپوښتل: چیرې؟

څه خبره ده؟

کوم یوه په خواشینۍ سره ځواب راکړ:

بیګاه شپه د ګلبدین ټوپکیانو کاغذونه خپاره کړي دي چې بیا سبا ته دهمرادخان او ورڅیرمه شوروي سفارت تر راکټي برید لاندې راځي، خلک دې کلی پریږدي. 

د حزب اسلامي هیڅ یو راکټ د روسانو پر سفارت و نه لګید، او ګلبدین جان؟ په دې ډول زموږ کلیوال د روسانو د شنو سترګو نذرانه کول.

ما ټولو ته خپل کور ته د تللو بلنه ورکړه. دوی ټولو خپل هست و بود پر ما وسپارل. ما هم ټول شیان چې نغدې پیسې اوګاڼې هم په کې وې، د بایسکل پرکنجوغه شخ وتړل او د دهبوري په لوري مې حرکت وکړ، دوی ته مې و ویل چې په ما پسې راځئ.

جګړه څنګه چې جګړه ماروغوښته، هغسې توده وه، په ټول کلي او ټول ښار باندې د مرګ توره ویره خپره وه. په همدې اړودوړ کې پر بایسکل سپور، د کارتې سې د شورا سرک ته ورسیدم، چې د  ستر او پاک شیخ؟ آصف جان؟ محسني د وحشیانو پر پوستې ور برابر شوم. یو اوربوز تړلی کلاشینکوف په لاس د دریدو او کوزیدو امر را ته وکړ، کوز شوم.

ـ کجا میري؟

– خانه.

– قوم توچییه؟

– تاجیک.

– نا، تو جاسوس ګلبدیني.

– داخل حویلي برو، بایسکله ده اي بغل ایستاده کو، پیش برو.

– او بیادر چي ګپس، خیریت خو اس.

– پشت خیریت میریت نګرد، پیش برو…

په پورې وهلو، پورې وهلو یې یوې زیر زمینۍ ته ښکته کړم. په زیر زمینۍ کې څو تنه نور هم ناست وو. ما د خپلې وارخطایئ اوساده ګئ له مخې فکر وکړ چې دا د دې ټوپکیانو ملګري دي، نو ما په ډیرې عاجزئ ناستو کسانو ته و ویل:

ګورئ، دې ملګرو ته مو و وایاست چې زه معلم یم، له هیڅ تنظیم او ډلې سره تړاو نه لرم او…

ټولو په خواشینئ سره په شونډو کې زهرجنه خندا وکړه او یوه تن په ډیره آرامه لهجه را ته و ویل:

کینه، اوس پوهیږې.

څو شیبې وروسته پوه شوم چې هغوی هم اسیران وو.

په کومه زیرزمینۍ کې یې چې موږ اسیران کړي وو، د مځکې په سطح کې یې وړې، وړې کړکۍ درلودې. له دې کړکۍ څخه ما لیدل چې زما بکس یې زما د بایسکل له کنجوغې څخه خلاص کړ. څنګه چې پوه شول چې په بکس کې پیسې دي؛ نو سمدلاسه یې بکس، په اغلب ګمان، دویم پوړته پورته کړ، په ما پسې راغلل، له نورو اسیرانو څخه یې جلا کړم او د همدې ودانۍ د پیاده خانو د ځان مینځلو په یو تشناب کې یې بندي کړم. تشناب د قد په اندازه داسې یوه وړه کړکۍ درلوده، چې یو انسان په سختۍ ور نه وتلی شو. د کړکۍ په تاخچه کې دولتي ډوله دوسیې او پاڼې ایښې وې، د ځینو پاڼو په لوستلو پوه شوم چې دا تعمیر د تقاعد د ریاست کومه څانګه ده.

زه یې په هماغه ماښام د مرګ استازوو ته سپارلم؛ او«قسم دی یاره بې نیټې نه شته مرګونه» زه یې د همدې ورځې په ماښام «قلعهٔ شاده» ته لیـږلم، هلته کومه څاه وه چې ژوندي انسانان یې په کې اچول.

ما په کړکۍ د ایښودل شوو دوسیو له څنګونو نه کتل چې څو تنه د ودانۍ له پاس منزل نه را کوز شول. زما په ګمان، دوی زما د بکس ټول شیان په خپلو منځو کې سره ویشلي وو. را کوز شوي شخص خپله برخه په یو ګل سیب دستمال کې تړلې وه، له ورایه ښکاریدې چې د پیسو بنډلونه دي. دوی په خبرو، خبرو زما د بندیخانې کړکۍ ته را ورسیدل. هغه چې خپله برخه تر لاسه کړې وه، په داسې حال کې چې د رضایت خندا يې پرژونډو خوره وه، پوښتنه وکړه:

«نفرکجاس؟»

د ډلې یو تن د غلي کیدو اشاره ورته وکړه. تشناب یې ور وښود چې سړی دلته دی. هغه په ډیر غرور و ویل: 

«ده قصیش نه شو، که امي تاریکي شد روانش کو، دګه تو بیغم باش.»

حویلۍ له ټوپکمارو نه ډکه وه، لکه د ګور چینجي، ښکته و پورته کیدل. زه یې د باندې لیدلو ته نه پریښودم. یو وار د یوه را باندې پام شو چې زه د باندې ګورم، ښه بد رد یې را ډالۍ کړل او وې ګواښلم چې که بیا دې د باندې د کتلو تکل وکړ؛ نو دا شاجور به دې په ککره کې در تش کړم. له دې سره، سره ما په تاخچه کې د ایښودل شویو دوسیو او کاغذونو له څنګونو د باندې کتل.

حویلۍ له داسې ټوپکیانو ډکه وه چې څیرې یې کاملاً نا آشنا غوندې وې، د دې ښار له خلکو سره چې موږ په کې ژوند کړی و، جوت توپیر درلود. دوی کابلیانو ته نه پاتې کیدل، کړه وړه يې هم د دې ښار خلکو ته ورته نه وو. د دې کلي کور او ښار له خلکو سره یې لوی توپیر درلود، نه پوهیـږم دوی یې له کومه راوستي وو. تقریباً ټول ځوانان وو، زوړ بنده نه په کې لیدل کیده.

زه پوهیدم چې ما وژني، د دوی په منځ کې زما د مشرزوی غمي جان په عمر یو ماشوم هم ښکته پورته کیده، په ډیرې نا امیدۍ مې ورته کتل او په زړه کې مې تیریدل چې زه به مې بیا بچیان وګورم او که نه؟

په حویلۍ کې دیګي بار شول، پاخه یې کړل، ډوډۍ وخوړل شوه. ټوپکیان ورو، ورو په کمیدو شول، حویلۍ تشه شوه، ته وا هیڅوک دلته راغلي هم نه وو. دا چې چیرې تلل؛ په دې یوازې خدای او آصف جان؟ محسني پوهیدل، ځکه د هغه تر امرلاندې ټوپکیان وو، یوازې پیره دار پاتې شو چې په عمومي دروازه کې ټوپک په لاس ناست و. خدای پوهیـږي چې په کومو چُرتونو کې ډوب و، حویلۍ ته یې هیڅ پام نه و. په کړکۍ کې پراته کاغذونه او دوسیې مې په ډیر احتیاط ښکته کړل، د کړکۍ شیشه مې هم په ډیر احتیاط ویسته. غلی را و وتم. لومړی مې هڅه وکړه چې د حویلۍ شا ته چې کوم کور دی، هغه ته ور واوړم، خپل حال ورته تیر کړم، ګوندې یا پناه راکړي او یا د تیښتې لار را وښیي؛ خو له دیواله مې چې سر ورښکاره کړ، که ګورم هغه حویلۍ هم له هزاره ګانو ډکه وه. دا د «شورای ملیت برادرهزاره» مقر و. 

د حویلۍ د بل اړخ په دیوال واوښتم. پښې مې لوڅې وې، له وارخطا ورځې مې خپلې څپلۍ هیرې شوې وې. تیښتې ته جوړ او د کارتې سې په سرکونو کې ښه بلد وم. نو همدلته و چې لکه د چا خبره «دوې مې درلودې، دوې نورې مې پورکړې» او هه. د پیره دار چې را باندې پام شو، چغې یې کړې:

«نمان، نمان که میګریزه.»

ډزې را پسې پیل شوې؛ خو ما د مرګ له ویرې داسې منډې وهلې، د چا خبره لکه باد. ځان مې د شوروي سفارت سیمې ته ورساوه، چې د خلکو ګڼه ګوڼه او تګ راتګ په کې ډیرو. اول مې د پلار کره لاړم، که ګورم ادې مې په سرو سترګو ناسته وه، زما په لیدلو یې نورې چیغې هم وکړې او را ته ویې ویل:

«بچیه! ژر دې کور ته لاړشه، چې ماشومان به دې بده ورځ لري.» 

کور ته د تګ په مهال مې له ډاره داسې انګیرله چې دا ټوپکیان مې همدا اوس دروي او مخامخ مې په مرمۍ ولي. کور ته چې ورسیدم، میرمن مې لا وختي په ژړا او انګولا سترګې سرې کړې او ویښتان شکولي وو…»   

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *