ډانلډ ټرمپ

تاند، جمعه د اسد ۱۸مه: په داسې حال کې چې طالبانو سره د اختر ورځو کې د امریکا د سولې د تړون اوازې زیاتې شوي، بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په ټلیفوني تماس کې د افغان سول پروسې په پرمختګونو غږېدلی دی.

د قطر دولتي خبري اژانس په دې تړاو لیکلي، د دواړو مشرانو ټلیفوني تماس کې په سیمه ییزو بدلونونو، د امریکا او قطر ستراتیژیکو همکاریو او د سولې پروسې په پرمختګونو خبرې کړې دي.

د قطر خبري اژانس په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو دا په داسې حال کې ده چې د قطر په کوربه توب امریکايي استازي زلمي خلیلزاد دې وروستیو کې طالبانو سره د سولې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *