تاند، جمعه، د اسد ۱۸مه: فارن پالیسۍ ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امریکا استخباراتي اداره سي آی ای به د طالبانو او واشنګټن له هوکړې وروسته هم افغانستان کې خپل استخباراتي او نیابتي مرکزونه فعال وساتي.
فارن پالیسۍ د امریکايي استخباراتي کسانو په حواله راپور ورکړی چې سي آی ای غواړي له سولې وروسته په افغانستان کې پیاوړی حضور ولري.
فارن پالیسۍ نه دي ویلي چې سي آی ای به افغانستان کې څه ډول حضور وساتي؟ خو دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ هم ویلي، چې کېدای شي د سولې له یوې هوکړې وروسته هم په افغانستان کې د ناټو ځواکونو حضور ته شدیده اړتیا پېښه شي.
بلخوا داسې راپورونه ورکړل شوي چې افغان حکومت ته له طالبانو سره د امریکا د هوکړې یوه کاپي رسېدلې ده چې په اساس به یې امریکا ۵ زره سرتيري سمدواره او ۸ زره نور سرتېري دوو کلونو کې له افغانستان څخه باسي.