تاند، جمعه، د اسد ۱۸مه: د جوزجان د مردیان ولسوال مولوي شمس الدین وايي، په دې وروستیو کې یوه لویه ډله طالبان له سپکو او درنو وسلو سره د دې ولسوالۍ اریغ سیمه کې مېشته شوي او د ځانمرګو بریدګرو د روزنې کمپ یې جوړ کړی دی.
نوموړی وايي، طالبانو خپل یو شمېر وسله وال له فاریاب، بلخ، سرپل څخه دې سیمې ته راټول کړي او له مردیان ولسوالۍ سره د ښار او کلیو تړلې ټولې لارې یې بندې کړې دي.
ځايي خلک هم شکایت کوي چې نه یوازې د مردیان بلکې ټول جوزجان د ولسوالیو وضعیت خراب دی او ولسمشریزې ټاکنې به په کې امکان ونه لري چې ترسره شي.
خلک هم دا مني چې طالبانو د ځوانانو او ماشومانو نه په استفاده مردیان ولسوالۍ کې د ځانمرګو د روزنې یو لوی کمپ فعال کړی دی.
د جوزجان امنیه قومندان عبدالواحد وجدان هم مني چې طالبانو په مردیان ولسوالۍ کې د ځانمرګو یو لوی کمپ فعال کړی دی، خو وايي، ډېر ژر به دغه سیمه کې د طالبانو د ځپلو لپاره عملیات پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم د بادغیس ولایتي شورا خبر ورکړی و چې طالبان دغه ولایت کې ماشومان جنګیالي جلبوي او د میاشتې یو نیم ډالر معاش هم نه ورکوي.