تاند، جمعه، د اسد ۱۸مه: که څه هم نن له یوې خوا د قطر دفتر طالب مشر ملا خیرالله خیرخواه له اختر وروسته د سولې د تړون د احتمال په تړاو ګنګوسې تایید کړې، خو د اداري اصلاحاتو د کمېسیون مشر نادر نادري وايي، امکان نه لري چې له ټاکنو د مخه د سولې هوکړه وشي.
نوموړي چې د دوحې افغاني غونډه کې هم ګډون کړی و، د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ ته وینا کې ویلي، د سولې اصلي هوکړه به هله کېږي چې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې پيل شي.
نوموړي زیاته کړې، د مذاکراتو له پيل وروسته به یوازې د جمهوریت یا د اسلامي امارت پر سر بحثونه اوږده موده ونیسي.
نوموړي ویلي، سولې ته د رسېدو لپاره باید دواړه لوري د خپلو یو شمېر غوښتنو څخه د تېرېدو قرباني ورکړي: (( زما په اند یوازې لویه جرګه د نظام د شکل د بدلېدو واک او اختیار لري، دې لپاره باید موږ هم له ځینو غوښتنو تېر شو او هغوی هم.))
خو د سولې شورا مرستیاله حبیبه سرابي هم چې د دوحې غونډه کې یې ګډون کړی و وایي، د سولې اړوند ناستو کې د مؤقت حکومت او د دیني علماو د حل و عقد یا شورای نګهبان د جوړېدو په تړاو داسې ګنګوسې یې اورېدلي دي چې ټولې پرېکړې په خپل لاس کې واخلي: (( که مؤقت نظام جوړ شي، فکر وکړئ بیرته اسلامي امارت او دیکتاتوري نظام ته ستنېږو.))
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ یو نوماند شهاب حکیمي نن خپله کمپایني غونډه کې ویلي، ټاکنې نه ترسره کېږي او ډېر ژر به یو مؤقت حکومت رامنځته شي.