تاند- ساینسپوهان وايي چې د سږ کال د جولای په ۳۱ نېټه په ګرینلنډ کې تر بل هر وخت تر ټولو زیاته واروه ویلي شوې ده.

دوی دا خبره د ثبت شویو معلوماتو پر اساس کوي.

په یاده ورځ تر ۱۰ ملیون ټنه زیاته واوره ویلي شوې ده. تر دې پخوا هیڅکله داسې نه دي شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې دې ۱۰ ملیون ټنه واوره ویلي شي.

د ډتمارک د هوا پېژندنې متخصصان وايي، سږ دوبی په اروپا کې د تودوښې درجه بې سارې لوړه وه چې له کبله یې د ګریلنډ ډېرې واورې او کنګلونه په حیرانوونکي ډول ویلي شول.

د ډنمارک د مستندو فلمونو جوړوونکی کاسپر هارلو وايي چې د پنجشنبې په ورځ (د اګست لومړۍ) یې په ګریلنډ کې د کنګلونو د ویلي کېدا تاریخي فلم ثبت کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *