ضـمـیر ساپی

لیکوال: ضمیر ساپی  

د طالبانو پر سر پاکستان له امریکا سره له هغې وروسته پټه معامله وکړه چې کله ټرمپ پر اسلاماباد د مېلیوني ډالرو پوځي مرستو د بندېدو اعلان وکړ.

طالبان پاکستان په نړیوال تور بازار کې داسې پلوري لکه اجورتي او سیاسي فاحشې، ځکه پاکستان په همدې سره نور هېوادونه ان امریکا هم بلاک مېل کوي او له همدې لارې پرې امتیاز اخلي او د پاکستان بهرنی سیاست تر ډېره په همدې محور چورلېږي.

کله چې واشنگټن اسلاماباد ته په مشروط ډول مرستې وځنډولې، اسلاماباد د واشنگټن بلاک مېل کولو لپاره داسې اوازې خپرې کړې چې گواکې په سیمه کې طالبانو د واشنگټن له سرسختو سیالانو لکه مسکو، بېجېنگ او تهران سره اړیکې پراخې کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا جگړه چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده هغه بلل کېږي، له دې وېرې اسلاماباد ته په ننواتې ورغلل چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي او په دې سره یې د پاکستان شرایطو ته غاړه کېښوده.

اوس پوښتنه دا ده چې د سولې خبرې ولې دومره وځنډېدې او ولې ترې د بسوگۍ واده جوړ شو؟

ښایي د سولې خبرو دومره اوږدېدل نور دلایل هم ولري، خو عمده دلیل یې دا کېدای شي چې واشنگټن او پاکستان په یوه خوله غواړي په افغانستان کې د سولې خبرو په اوږدېدو سره د پخوانیو لاسپوڅو مجاهدینو، تش به نوم رهبرانو او بانفوذه څېرو په مرسته، شرایط داسې کړکېچن کړي، څو یو ځل بیا طالبان عام ولس ته د سولې کوترې ښکاره شي.

دا هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې وضعیت دومره ترینگلی کړي چې له اوسني حکومته د ټول ولس زړه تور شي او دا هېوادونه ان دې ته هم حاضر دي چې د افغانستان حالت لکه د ۹۰یمې لسیزې ته یوسي او د طالب په څېر حکومت ته هم خلک غاړه کېږدي.

که په ښارونو کې د طالبانو وروستیو خونړیو او زورو چاودنو او په کلیو کې د امریکا ړندو بمباریو ته وگورو، دا شک لا روښانه کېږي چې دا هېوادونه په گډه د همداسې حالت راوستلو هڅې کوي.

امریکا د پاکستان په نږدې مشوره له طالبانو سره د سولې خبرو په پایله کې غواړي داسې وښيي چې افغانستان ته یې سوله راوستله، خپلې موخې یې بشپړې شوې، د نورو هېوادونو په تېره د امریکا پر خلاف د افغانستان خاورې نه کارولو ډاډ یې تر لاسه کړ او په همدې پلمه د افغانستان له اوږدې جگړې پښې سپکوي.

بلخوا پاکستان له امریکا سره په دې مرسته کې یو ځل بیا غواړي په کابل کې تر خپلې قوماندې لاندې حکومت انسټال کړي او که مو پام شوی وي، په روانه اوونۍ کې هندوستان ته د خلیلزاد سفر هم په همدې موخه و او نوي ډیلي گیله کړې وه چې په افغان سوله کې یې ځان بېخي منزوي احساس کړی دی.

که داسې نه وای، پاکستان څنگه کولای شي طالبان له امریکا سره د سولې خبرو ته حاضر کړي، خو د بینالافغاني خبرو ته یې نهشي چمتو کولای؟ 

په اصل کې دلته بله لوبه روانه ده، پاکستان همدا اوس د امریکا په خوښه طالبانو ته د هر بهرني او داخلي سفر زمینه برابروي او ان پاکستاني پاسپورټونه یې ورته ورکړي چې هر هېواد ته د دوی په مشوره سفرونه وکړي.

نن چې د سیمې هېوادونه په تېره روسیه، چین او ایران له طالبانو سره د امریکا د پټو خبرو په اړه اندېښنه نهلري، دلیل یې دا دی چې پاکستان ټولو ته ډاډ ورکړی چې طالبان د دوی په لاس کې دي او هېڅکله ورته گواښ نه پېښوي؛ نو د پاکستان په خوښه له طالبانو سره د امریکا تر جوړجاړي وروسته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل هم پورته سیمهییز هېوادونه د خپلو سیمهییزو گټو د خوندیتوب لپاره غوره اقدام بولي او دا هېوادونه دې ته د خوشالۍ شېبې شماري چې کله به امریکا له افغانستانه وځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *