تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: واشنګټن پوسټ وايي، د طالبانو او ایران همکاري شاید د افغان سولې مذاکراتو راتلونکی او برخلیک له زیان سره مخ کړي.
واشنګټن پوسټ د رینډ موسسې د یو ایراني نژاده څېړونکي آرین طباطبايي لیکنه را اخیستې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره د ایران د وروستیو وختونو نږدې همکاري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر زیانمنولی شي.
واشنګټن پوسټ کاږي چې دا اندېښنې له هغه وخت راهیسې لا ډېرې شوې دي چې امریکا د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ او ایران هم ورسره سمدواره وویل چې ځواکونه یې له افغانستان سره د خپلو پولو د ساتلو مسوولیت ته چمتووالی نیسي او له دې څو اوونۍ وروسته یې له طالبانو سره یوه جلسه هم ونیوله: (( دا هغه ټکی دی چې د بې ثباتۍ د نوي پړاو د پیل د خطر زنګ ورکوي.))
د طباطبايي په مقاله کې راغلي ایران له طالبانو سره بیا بیا د اړیکو پاللو خبره منلې او د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم دا خبره کړې چې د افغانستان راتلونکی د طالبانو له رول پرته امکان نه لري.
دغه څېړونکی په خپله مقاله کې لیکي، په داسې حال کې چې د ایران او امریکا اړیکې ترینګلې شوې دي او طالبان له ایران سره اړیکې هم لري، نو د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پيل سره ایران کولی شي دا پروسه زیانمنه کړي.
مقاله وړاندې وايي، چې ایران دا مهال د میلیونونه افغان کډوالو کوربه دی او کولی شي چې د افغانستان په اقتصاد له دې لارې هم فشار وارد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف یو وار بیا وویل هغه سوله نه مني چې افغان حکومت په کې شامل نه و.
شنونکي وايي، ایران ته د افغانستان سوله او ثبات مهم نه دی، بلکې دا ورته مهمه ده چې د امریکا مخالف جهت ونیسي، هغه د طالبانو په ملاتړ وي او که د سولې خبرو کې د افغان حکومت له دریځ څخه دفاع وي.