سُهیل شاهین

تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، امریکایانو سره د سولې په هوکړه کې بین الافغاني مذاکرات او اوربند ذکر شوی دی.

سهیل شاهین اسوشیټډ اژانس ته ویلي، امریکا سره مذاکراتو کې ډېر پرمختګ شوی دی او هیله مندي شته چې په همدې اتم پړاو خبرو کې هوکړه لاسلیک شي.

نوموړي د هوکړې په تړاو نور جزیات ور نه کړل او نه یې دا ویلي چې افغان لوري سره د مذاکراتو پيل نه یې مقصد د افغان حکومت او طالبانو مخامخ مذاکرات دي که نه، خو تر دې وړاندې سهیل شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو چې افغان حکومت به د افغاني مذاکراتو یوه برخه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي د سولې هوکړه وروستۍ شوې او یوه کاپي یې کابل ته هم رسېدلې، خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا پر خپله ټویټر پاڼه دا خبره رد کړې ده چې ګواکې دوی ته د هوکړې نهايي متن رسېدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *