تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: زلمی خلیلزاد د افغان سولې په تړاو جرمني ته تللی او د دغه هېواد له چارواکو سره یې وروستي پرمختګونه شریک کړي دي.

خلیلزاد د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس سره تر لیدنې وروسته ویلي چې نوموړي ورسره خبرو کې له افغان سولې څخه ملاتړ ښودلی دی.

هایکو ماس ویلي هېواد یې د بین الافغاني خبرو ملاتړی دی او په دې برخه کې هر ډول اسانتیا برابرولو ته چمتو دی.

بلخوا خلیلزاد هم ویلي چې د افغان سولې په تړاو یې د المان قناعت او ملاتړ ترلاسه کړی دی او په دې تړاو به د نړیوال ملاتړ لا راجلبولو هڅه وکړي.

خلیلزاد تر دې وړاندې هند ته سفر کړی و او له المان وروسته هم ټاکل شوې چې نورو اروپايي هېوادونو ته د افغانستان د سولې په تړاو سفرونه وکړي.

طالبان او امریکايي لوری د اتم پړاو خبرو په دوام وايي، دا ځل خبرو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *