تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: د فراه ولایتي شورا وايي، د فراه، هرات – کندهاره ۵۱۷ نمبر لویه لار په مطلق ډول د طالبانو په لاس کې ده چې د فراه امنیتي وضعیت یې هم تر ډېره حده ګواښلی دی.
د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي، د فراه د ناامنۍ دلیل دا دی چې حکومت ځايي قومندانانو ته د خدمت چانس نه ورکوي.
نوموړی وايي، طالبانو د هرات – کندهار لاره د فراه په حدودو کې تړلې ده او هیچاته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.
نوموړی پر مرکزي حکومت غږ کوي چې د فراه د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره په جدي ډول اقدامات واخلي.
خو د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وايي، پر ۵۱۷ نمبر لویه لار هیڅ ستونزه نشته: (( کله چې طالبانو ته راپور ورشي ، بیا نو پر لویه لار درېږي او یا بریدونه کوي، نور دا لاره زموږ په لاس کې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې نه یوازې د ۵۱۷ نمبر لویې لارې د ناامنۍ په اړه راپورونه ورکول شوي، بلکې د فراه ګڼ شمیر ولسوالیو کې د طالبانو د مرکزونو او بریدونو راپورونه زیات شوي دي.