تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما له ښکېلو غاړو غوښتي چې د لوی اختر په ورځو کې اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

 یوناما د اختر د مبارکۍ په تړاو اعلامیه کې هیله ښودلې چې افغانان لوی اختر په ارام او د تاوتریخوالي له ډاره په امان کې تېر کړي.

اعلامیه کې د یوناما د دفترمشر تدامیچي یاموموتو  له قوله راغلي: (( له ښکېلو غاړو غواړم چې د اختر په بختورو ورځو کې د ز

 یاموموتو هیله ښودلې چې د اختر د ورځو یووالی دوام پیدا کړي او د دا یووالی د سولې پروسې په بریا سره تمام شي.

 دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر د لوی اختر په ورځو کې خپلو جګړه مارو ته د ملکي وګړو د ساتنې خبره کړه دې، خو په همدې حال کې څو ورځې وړاندې د کابل په شپږمه حوزه کې چاودنې تر ۱۷۰ پورې ملکی وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *