تاند، شنبه، د اسد ۱۹مه: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، دا د ډونالډ ټرمپ وهم دی چې فکر کوي ګواکې داعش ډله یې ماته کړې ده.

 واشنګټن پوسټ د خپلې تازه ګڼې په سرمقاله کې لیکلي، داعش ډلې ماته نه ده خوړلې، بلکې امریکا شاته تللې او داعش په سوریه کې یو وار بیا د خپل ظهور لپاره وزرې غوړوي.

ډونالډ ټرمپ تېر کال اعلان وکړ چې داعش ډله سل په سلو کې ماته شوې او دی به امریکايي ځواکونه په چټکۍ سره له سوریې وباسي: (( له دې وروسته سوریه پوه شه، ایران، روسیه، عراق او ترکیه پوه شه چې خپلو ستونزو ته څنګه خاتمه وربخښي؟ موږ له دغه ځایه ۷ زره میله لرې پراته یوو.))

 له دغې اعلان وروسته امریکايي ځواکونه پرته له ځنډه له سوریې ووتل چې د ټرمپ دغې پرېکړې دننه په امریکا کې هم اختلافات راپورته کړل او جیمز ماتیس له دفاع وزارت څخه استعفا هم ورکړه.

هغه وخت ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه هم ولیکل چې امریکا له داعش څخه جګړه ګټلې.

خو اوس د امریکا د دفاع وزارت د پلټنې عمومي ادارې بیا د خپلو نظامي افسرانو او قومندانونو د موندنو په اساس کانګرس ته په تازه استولي راپور کې لیکلي،  داعش که څه هم خپلې سیمې بایللي، مګر دا ډله بیا راژوندۍ شوې او د جون له میاشتې راهیسې یې نه یوازې په سوریه کې فعالیتونه زیات شوي، بلکې عراق کې هم د خپلو جنګیالیو په رایو ځای کولو پسې ګرځي.

دغه راپور کې راغلي چې داعش جنګیالي په بېرته راستنېدو دي، خو په عراق او سوریه کې د امریکا ملاتړ لرونکې ملیشې یې تر ډېره د مقاومت زور نه لري.

په راپور کې راغلي: (( د داعش زور زیرزمیني شوی دی، دا مهال له ۱۴ زرو څخه تر ۱۸ زرو پورې جنګیالي لري، عراق او سوریه کې خپلې مالي سرچینې بیا پیدا کوي او د ټولنیزو شبکو له لارې یې پراخ جلب و جذب روان کړی دی.))

امریکايي قومندانانو ویلي، له عراق او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو وتلو داعش ډلې ته زرین چانس په لاس ورکړ او اوس دوی د سوریې د داعشیانو د کورنیو له الهول کمپ څخه ځانته ډېر زیات سربازان جذب کړي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د داعش ډلې د ماتې په تړاو افغانستان کې هم تېر کال حکومت اعلان وکړ، خو دغې ډلې ویل کېږي چې اوس په کونړ چپه دره کې سنګرونه نیولي او ځايي طالبان یې له دغو سیمو څخه شړلي دي.

په همدې حال کې ګڼو نړیوالو ادارو او امریکايي مشرانو خبرداری ورکړی که له طالبانو سره سوله هم وشي، په افغانستان کې به داعش ډله د هغوی له توندروه جنګیالیو څخه استفاده وکړي او په خپلو صفونو کې به یې له ځان سره جذب کړي.

خو شنونکي وايي، امریکا او ملګري یې په بله بهانه غواړي چې د سیمې هیوادونو د ګواښلو لپاره افغانستان یوې بلې جګړې ته ور ټېل وهي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *