تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: میلیونونه افغانانو د لوی اختر لومړۍ ورځ پرته له کومې بدې امنیتي پېښې د امن په فضا کې ولمانځله.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کلکو امنیتي تدابیرو له کبله پرون هېواد کې هیڅ امنیتي پېښه نه شوې، بلکې امنیتي ځواکونو د ۱۲ لویو تروریستي پېښو مخه نیولې ده.

 د کورنیو چارو وزارت نصرت رحیمي تاند ته وویل، ټول هېواد کې ملي امنیت، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت خپلو ځواکونو ته د لومړۍ درجه احضاراتو امر کړی او پرون ورځ یې د زرګونه جوماتونو، عیدګاه ګانو او د خلکو د ګڼې ګوڼې د ځایونو کلکه ساتنه کړې ده.

دغه راز پرون ورځ د ملي امنیت شورا سلاکار پر امنیتي ځواکونو او د امنیتي کسانو د درملنې امان الله خان روغتون ته سر ورښکاره کړی، د ګڼو ولایتونو والیانو  امنیتي ځواکونو سره مبارکۍ کړي او د ملي دفاع وزارت مرستیال یاسین ضیا هم په کابل او شاوخوا سیمو کې د سرتېرو پوستې کتلي او د هغوی احوال یې اخیستی دی.

دغه راز هېوادوالو او د جوماتونو امامانو هم د اختر له لمانځنې سره هم مهاله له ښکېلو لوریو غوښتي چې جګړه بس کړي.

ملا امامانو بیا خلک سولې، امنیت، یووالي او په ټاکنو کې پراخ ګډون ته ور وبلل.

کابل چې له اختر وړاندې په یوه میاشت کې د شپږو خونړیو بریدونو شاهد و، پرون په کې د اختر ورځ ارامه تېره شوه.

په همدې حال کې طالبانو اعلامیه ورکړې چې ۷۶ بندیان یې د اختر په مناسبت له خپلو زندانونو خوشې کړي دي.

دوی د اختر د ورځې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې مشر ملا هبت الله د اختر مبارکۍ کې جنګیالیو ته امر کړی و چې د ملکي وګړو ساتنې ته پام وکړي.

طالبانو ته نږدې سرچینې تاند ته وايي، دا وار لوی اختر کې نا اعلان شوی اوربند و چې طالبانو په کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی تر څو امنیتي ځواکونه درباندې بریدونه کړي، تاسې به بریدونه نه کوئ.

خو دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت وايي، یوازې پرون یې د ۱۲ لویو بریدونو مخه نیولې چې دا د اوربند ښکارندویي په هیڅ شکل نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *