تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور وايي، د سولې او اعتدال ټیم لخوا د کمپاینونو ځنډول هیڅکله په دې معنا نه دي چې ګواکې دوی ټاکنو ته نه ځي یا دا ټیم پاشل شوی دی.
نوموړي د اختر د مبارکۍ په بهانه خپل پیغام کې ویلي، حاکم ټیم د ټاکنو لپاره له هرې دولتي وسیلې څخه استفاده کوي او دی هیله من دی چې ناظر بنسټونه، نړیواله ټولنه او ټاکنیز بنسټونه د رڼو ټاکنو ترسراوي ته لاره خلاصه کړي: ((متاسفانه حاکم ټیم ځانته هرشی او نورو ته هیڅ شی نه خوښوي، خو زما غوښتنه له ټولو بنسټونو څخه دا ده چې د ټاکنو ملي بهیر دې وڅاري او د نوخیزې ولسواکۍ پر وړاندې پراته خنډونه دې اوار کړي.))
نوموړي ټینګار کړی چې ټاکنیزه ډله یې نه ده ماته شوې، بلکې په وینا یې چې دوی کمپاینونه په نظام کې د لومړي وزارت څوکۍ د رامنځته کولو پر سر د بحثونو او سولې ته پر ټاکنو د ترجیح ورکولو له کبله ځنډولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د حنیف اتمر په ډله کې د ژورو اختلافاتو له کبله راپورونه خپاره شول چې عطا محمد نور له اتمر سره د صدراعظمۍ پر څوکۍ د اختلافاتو له کبله دا ټیم پرېږدي او احمد ولي مسعود سره یې د یو ځای کېدو خبرې روانې کړې دي.
بلخوا محمد محقق هم خبر ورکړ چې په ډله کې د ناځوانیو له کبله د سیاسي معادلې د یو طرف په توګه پاتې شوی او وروسته داسې اوازې راغلې چې ګواکې نوموړی د عبدالله عبدالله له ډلې سره د یو ځای کېدو هڅه کوي.
شنونکي او سرچینې وايي، راتلونکو ټاکنو لپاره د حنیف اتمر ټاکنیزه ډله په بشپړ ډول پاشل شوې او غني یو قوي سیال له لاسه ورکړی دی.