تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: په داسې حال کې چې ولسمشریزو ټاکنو ته له ۴۵ کمې ورځې پاتې دي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایو ۱۱ میلیونه پاڼې یې چاپ کړې دي.

کمېسیون ویلي، دا ۱۱ میلیونه رایپاڼې یې په ډنمارک کې چاپ کړې دي.

کمېسیون نه دي ویلي چې دا رایې پاڼې هېواد ته رارسېدلي او که نه ؟خو تر دې وړاندې یې خبر ورکړی و چې د رایو مراکزو ته د حساسو موادو د لېږد پروسه پیل شوې ده.

تر دې وړاندې کمېسیون ویلي وو چې د رایه ورکوونکو په لیست کې څه کم ۹ میلیونه کسان پاتې دي او پاتې یې د جعلي او خیالي نومونو په اساس له لیست څخه ایستل شوي دي.

دغه راز کمېسیون تاند ته د یو شمېر نوماندانو لخوا د ټاکنو د تحریم د ګواښ په تړاو ویلي و که دوه نوماندان هم ورته پاتې شي دوی به ټاکنې ترسره کړي.

همدا رنګه پرون د لوی اختر په لومړۍ ورځ ولسمشر یو وار بیا د ټاکنو په ترسراوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه د سولې په تړاو به هم راتلونکی حکومت پرېکړه کوي.

د میزان د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټول ټال ۱۴۵ میلیونه ډالر په پام کې نیول شوي چې ۹۰ ميلیونه یې حکومت ورکړي، ۲۹ میلیونه یې د امریکا حکومت پر غاړه اخیستي او پاتې پيسې به یې نړیوال همکاران کمېسیون ته ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *