تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: نیویارک ټایمز د افغان سولې په تړاو ویلي، د جګړې د ختمولو لپاره د سولې هوکړه بیخي رانژدې شوې خو لا هم افغان سوله پراخ ابهامات له ځانه سره لري.
ورځپاڼه وايي، امریکا له ۱۸ کلنې جګړې وروسته طالبانو سره د سولې په یو چوکاټ هوکړې ته رسېدونکې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ به مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي، خو دا به د یو منتخب حکومت او د طالبانو یو پخواني غاصب دولت تر منځ لانجمن پړاو هم وي.
ورځپاڼې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو، د ښځو د حقونو خوندیتوب او راتلونکي نظام کې د طالبانو د ونډې په تړاو پوښتنې مطرح کړې دي او زیاته کړې یې ده په داسې حال کې چې دواړو لوریو لا تاوتریخوالی کم کړی نه دی خو ولسمشریزې ټاکنې په مخکې دي، دا دې معنا ورکوي چې که هوکړه رانږدې شوې هم ده، مګر جګړه نه ده درېدلې.
ورځپاڼه وايي، طالبانو له جولای میاشتې راهیسې خپل بریدونه زیات کړي دي چې له کبله یې ۱۵۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نیویارک ټایمز امریکا کې د افغان سفیرې رویا رحماني له قوله لیکلي، افغان حکومت سره د سولې خبرې شاید له ټاکنو وړاندې پيل شي.
خو ورځپاڼه وايي، دا ټاکنې وار له مخه طالبانو له درغلۍ ډکې بللي، تحریم کړې یې دي او پرې د بریدونو ګواښ یې هم کړی دی.
ورځپاڼه وايي، طالبان د افغانستان پر ۱۰ سلنه جمعیت حاکم دي او د هېواد له ۴۰۷ ولسوالیو څخه یې په ۵۹ وړو ښارونو او کلیو ولکه لري او ۱۱۹ ولسوالۍ کله د یو لاس کله د بل لاس ته کېوځي.
نیویارک ټایمز لیکي، د طالبانو لویه غوښتنه دا ده چې ټول امریکايي ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او ټرمپ هم دا خبره مني، خو د امریکا ګڼ پوځي مشران په دې باور دي چې نه یو شمېر ځواکونه دې په افغانستان کې پاتې شي چې دا د سولې په هوکړه کې یو بل مبهم ځای دی.
بلخوا ورځپاڼه د امریکایانو د شرط په اړه غږېږي او وايي، امریکا غواړي طالبان له القاعدې سره اړیکې وشلوي، خو دا کار ناشونی دی.
امریکايي نظامي چارواکو بیا نیویارک ټایمز ته دا هم ویلي چې ټولې مسئلې یوې لوري ته مګر داعش ته نه هم افغان ځواکونه او نه هم طالبان شکست ورکولی شي چې په اړه یې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان ډیویډ ډبلیو ویلي، د سولې هره هوکړه چې کېږي باید امریکا ته دا اجازه ورکړي چې هر کله یې زړه وغواړي باید افغانستان کې د داعش او القاعدې پر ضد جګړې ته یو وار بیا راودانګي.