تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: په قطر کې د طالب استازو او امریکايي لوري اتم پړاو مذاکرات نن دوشنبه پای ته ورسېدل

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، مذاکرات بیګا شپه دوه بجې ختم شول او دواړو لوریو هوکړه کړې ده چې د راتلونکو اقداماتو لپاره به خپلو مشرانو سره مشورې کوي.

مجاهد زیاته کړې، چې مذاکرات د عرفې او اختر په اوله ورځ هم روان وو او مذاکراتي ټیمونو د شپې تر دولسو بجو پر هوکړه کار کړی دی.

 بلخوا زلمي خلیلزاد د خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د جګړې دواړه لوری دې د سولې د تحقق لپاره قربانیو ته چمتو شي.

 نوموړي ویلي، هیله من یم چې دا به وروستی اختر وي چې افغانان یې په جګړه کې تېروي او د مذاکراتو بریالي کېدو ته یې هم هیله مندي ښودل ده.

 نوموړي زیاته کړې، د امریکا دولت له افغانانو سره د هغې سولې د ملاتړ لپاره ولاړ دی چې راتلونکي کې هیڅوک ترې ګواښ احساس نه کړي، خو ښکېل لوري دې هم د واقعي سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار شي.

 دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او امریکايي لوري د اتم پړاو خبرو له پیل وړاندې ویلي وو چې دا وار به د سولې هوکړه نهايي کېږي او د اختر په څلورمه یا څو ورځې وروسته هوکړه د نړیوالو او سیمه ییزو شاهدانو په حضور کې لاسلیک کېږي، خو اوس ولیدل شي چې اخري نتیجه څه راوځي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *