تاند، دوشنبه، د اسد ۲۱مه: د لوی اختر په مناسبت د ملي امنیت له زندانونو څخه د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان له مخې ۳۵ طالب بندیان خوشې شول.

  د ارګ لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ۳۵ طالب بندیان د لوی اختر په مناسبت مخالفانو سره د سولې خبرو اترو برخه کې د ښه نیت په خاطر د ملي امنیت له زندانونو خوشې کړای شوي دي.

 د ولسمشر په فرمان کې راغلي، چې افغان حکومت د سولې او دوامداره اوربند لپاره د خبرو اترو دروازې پرانیستې پرې ایښې دي، تر څو ټول لوري په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره خبرو او نرمښت باندې توسل وکړي.

په فرمان کې راغلي له زندانونو څخه د طالب بندیانو خوشې کول د سولې په تړاو د افغان حکومت کلک هوډ ښيي، بلخوا ملي امنیت ریاست هم وايي چې له خوشې شویو طالب زندانیانو یې ژمنه اخیستې ده چې بیا به د افغانستان او سولې له دښمنانانو سره نه یو ځای کېږي.

  افغان حکومت په داسې حال کې د لوی اختر په ویاړ د ۳۵ طالب زندانیانو د خوشې کولو اعلان کړی چې تر دې وړاندې یې کوچني اختر کې ۹۰۰ طالب زندانیان خوشې کړي وو.

دا ځل لوی اختر کې طالبانو هم ۷۶ بندیان له خپلو زندانونو راخوشې کړي دي، خو نه یې دي ویلي چې دا دولتي کارمندان او که سرتېري وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *