تاند- د سویس د هوايي ژغورنې او مرستې ادارې داسې ډرون یا بې پېلوټه الوتکه جوړه کړې چې په اتومات ډول د بې درکه شویو کسانو د موندلو لپاره شاوخوا سیمې پلټي.
دا بې پېلوټه الوتکې د قوي سینسرونو، کمرو، حرارتي کمرې، د خلکو د پېژندلو د وسایلو او مایکونو په مرسته پراخې ساحې سکن کوي او که بې درکه شوی کس همالته وي، مومي یې.
د بې پېلوټه الوتکې کمرې او نور وسایل معلومات څېړي او له دې لارې ورک شوی کس مومي.
دا ډرون په داسې حالت کې، چې رڼا کمه وي او هیلي کوپترونه هوايي مرسته نه شي کولی، کار کولی شي.
پر دې سربېره دا بې پېلوټه الوتکه په ساعتونو په هوا کې بې له دې چې د اپراتور یا انسان له لوري کنټرول شي، پاتې کېدای شي.
دا بې پېلوټه الوتکه له ۸۰ تر ۱۰۰ متره لوړه الوزي او یو پراشوت هم لري چې که لوېده نو ویجاړه نه شي.
ټاکل شوې ده چې تر ۲۰۲۰ پورې له دې بې پېلوټه الوتکې څخه کار اخیستل پیل شي.