تاند- ترکمنستان وايي چې د ټاپي یا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د ګازو د نللیکې کار په افغانستان کې پیل شوی دی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سردار دردیف د دوشنبې په ورځ د کسپین سمندرګي د څنډو غاړو هیوادونو په اقتصادي غونډه کې وویل، په ترکمنستان کې د ټاپي نللیکې د کار له پیلېدو وروسته په افغانستان کې هم پر دې پروژې کار پیل شوی دی.

ښاغلي دردویف وویل، د ټاپي پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۲ زره افغانانو ته کار پیدا شي او د دې هیواد له اقتصادي او ټولنیزې ودې سره به لویه مرسته وکړي.

د دې نللیکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کیلومتره دی چې ۲۱۴ یې په ترکمنستان، ۷۷۴ یې په افغانستان او ۸۲۶ یې په پاکستان کې جوړېږي.

ترکمنستان د دې پروژې په سلو کې ۸۵ لګښت په غاړه اخیستی دی او ټاکل شوې ده چې پاتې لګښت یې افغانستان، پاکستان او هندوستان ورکړي.

خو په همدې منځ کې داسې ښکاري چې پاکستان اوس د ژمنو خلاف دې پروژې ته زیاته لېوالتیا نه ښيي. سره له دې چې افغانستان او ترکمنستان پر نللیکې عملي کار پیل کړی دی؛ پاکستان تراوسه پورې هیڅ عملي ګام نه دی اخیستی.

One thought on “ترکمنستان وايي، افغانستان پر ټاپي نللیکې عملي کار پیل کړی”
  1. که پاکستان کار پيل نه کړی نو د بلوجستان د سروزرو کان په برخلیک اخته شی یعنی توان به ورکوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *