تاند، سه شنبه، د اسد ۲۲مه: د بریټانیا د ملکې د دویم زوی شهزاده انډریو، امریکايي سناتور جارج میشل، دامریکا د نیو مکسیکو پخواني والي بیل رچرډسن او د امریکا و بریټانیا د ګڼو چارواکو او میلیونرانو د سیکس د دوسیې راسپړل کېدا نړۍ لړزولې ده.

که څه هم په دې اړه د سیکس یوه دوسیه درې کاله وړاندې راوتلې وه، مګر د اګست په لسمه دې دوسیه کې د ښکېل امریکايي میلیونر ځان وژنې خبره ډېره ډنډوره کړه.

دا لکه یو هالیووډی فلم، ځکه په جنسي ځورونو مجرم پېژندل شوي میلیونر جیفري ایډورډ سپاټن د ۶۶ کالو په عمر د نیویارک منهاټن زندان کې ځان وواژه.

خو په داسې حال کې چې تر دې یوه ورځ وړاندې د هغه د جنسي ځورونو او سیکس دوسیو په تړاو د نیویارک محکمې ۲ زره مخیز له اسنادو ډک راپور کې د جیفري په تړاو هر څه راوسپړل.

جیفري د تېرې جولای میاشتې په ۶مه نیوجرسي کې نیول شوی و او د سیکس لپاره د نجونو د قاچاق او جنسي ځورونو دوسیې ورپسې وتړل شوې.

جیفري له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۰۵ پورې په ګڼ شمیر کم عمره نجونو جنسي تېری کړی، هغوی یې د سیکس لپاره غلامانې کړې او میلمستیاو کې به یې خپلو دوستانو ته وړاندې کولې.

پر هغه تور و چې څو څو کاله یې کم عمره نجونې ځان سره ساتلې او بیا به چې لویې شوې، نو دې ته به یې مجبورولې چې نورې نجونې دوی ته راپیدا کړي.

پر جیفري تر ټولو لومړۍ دعوه د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې د بریټانیا اوسېدونکې وریجینا رابرټ ګفي وکړه او ویې ویل جیفري راڅخه په ۱۴ کلنۍ کې جنسي غلامه جوړه کړې وه.

ګفي ویلي وو، هغه وخت جنسي غلامۍ ته د دغه میلیونر معشوقې ګیسلین مکسویل اړ ایستلې وه: (( ماته به امر کېده چې په یو وخت څو کسانو سره سیکس وکړه. په هغو کسانو کې چې ما به ډله ییز ډول باندې اړیکه ورسره نیوله ، د نیومکسیکو ایالت پخوانی والي بیل رچرډسن، پخوانی امریکايي سناتور جارج میشل، موډل جینلک برونر او میلیونر ګرین ډبن شامل وو.))

له دې وروسته دومره ښځې د جیفري پر ضد راپورته شوې چې د هغه په اړه د اسنادو راټولولو راپور ۲ زره مخونو ته ورسېد.

د جیفري او نورو نړیوالو مشهورو څېرو په تړاو خبرې او اسناد همدغه راپور کې څېړل شوې وې چې جیفري به کم عمره نجونې غلامانې ګرځولې او په یو وخت به یې څو میلمنو سره څملولې، تر دې چې راپور کې ویل شوي، دغه میلیونر جیفري به یوه کم عمره نجلۍ په یو وخت له اتو یا ۱۲ نارینه و سره اچوله.

وریجینا رابرټ وايي، دا یو وخت د بریټانیا د ملکې زوی شهزاده انډریو ته وسپارل شوه او ورته یې وویل د هغه د میلمنو پر وړاندې لوڅه وګډېږه.

سي این این وايي، په جیفري سپاټن باندې یوې بلې ښځې هم تور لګولی چې دا یې د بریټانیا د ملکې زوی شهزاده انډریو ته د جنسي تندې سړولو لپاره سپارلې وه.

که څه هم د جیفري له دوسیې سره د بریټانیا د ملکې د دویم زوی ۵۹ کلن انډریو، امریکايي سناتور جارج میشل، د نیو مکسیکو پخواني والي بیل رچرډسن، د موډلینګ سفیر جین لک برونل او میلیونر شخصیت ګرین ډبن کوم مستقیم تړاو نشته، خو دعوه کوونکو ښځو ویلي چې دوی سره دې هم حساب وشي.

بلخوا ذکر شویو کسانو هم د دوسیې په افشا کېدو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ویاندویانو یې دا تورونه رد کړي دي.

د شهزاده انډریو ویاند وايي، انډریو په وروستي ځل له جیفري سپاټن سره په ۲۰۱۰ کې لیدلي وو او له هغې وروسته یې هیڅ ملاقات نه دی شوی، بلکې پر شهزاده انډریو د جنسي ځورونو تورونه ناسم دي.

جیفري سپاټن څوک و؟
۶۶ کلن جیفری د فزیک او الجبر استاد و، په ۱۹۷۶ کال بانکوالۍ ته راغی او لس کاله له دندې وروسته د مشوره ورکونې د یو مرکز خاوند شو چې له دې وروسته ورو – ورو په یو میلیونر بدل شو.

پر هغه لومړی د جنسي ځورونو دوسیه ۲۰۰۲ کال کې راغله، خو په ۲۰۰۵ کې یوه نجلۍ محکمې ته ورسېده او پر ده یې عریضه وکړه.

په ۲۰۰۸ کال نوموړي د دغو تورونو له کبله ۱۳ میاشتې زندان هم تېر کړ، خو له راخوشې کېدو وروسته یې اوازه شوه چې نوموړی له ټولو هغو ښځو سره په ډیلونو لګیا دی چې ده یا جنسي غلامانې ترې جوړې کړې وې یا یې ځورولې دي.

خو د ۲۰۱۸ کال نوامبر کې د میامي هیرالډ ورځپاڼې لخوا د هغه په اړه تحقیقي راپور نشر شو او ښځو ته یې جرات ورکړ چې د ده پر ضد تورونو لګولو لپاره محکمې ته راوړاندې شي، له همدې کبله نوموړی د تېرې جولای په ۶مه ونیول شو او د اګست په لسمه یې منهاټن زندان کې ځان وواژه.

د جیفري ملګرې ګیسلن مکسویل څوک ده؟

ګیسلین مکسویل د جنسي غلامو نجونو په منځ کې

ټولنیزه فعاله او د میډیا مشهوره څېره ۵۷ کلنه ګیسلن مکسویل بریټانوۍ ده او د رابرټ مکسویل لور ده.

د پلار له مرګ وروسته نوموړې په ۱۹۹۲ کال جیفری سپاټن سره انډیواله شوه او بیا به همدې ښځې خپل ملګري جیفري ته کم عمره نجونې د جنسي غلامانو په څېر راوړلې او ساتلې تر دې چې جیفري یې د بریټانیا له شهزاده انډریو سره هم ملګری کړ.

نوموړې د یو کتاب خپرندوی او دي مرر میډیا ګروپ د خاوند لور وه، ځکه نو امریکايي او بریټانوي چارواکو او میلیونرانو کې زیاته مشهوره وه.

تر دې چې ګیسلن د امریکا پخواني ولسمشر کلنټن او اوسني ولسمشر ټرمپ سره هم لیدل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *