تاند- په امریکا کې د پاکستان سفیر وايي، د کشمیر لانجه کېدای شي د افغانستان د سولې روانه پروسه زیانمنه کړي.
په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجیدخان د دوشنبې په ورځ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، د کشمیر د کړکېچ له کبله پاکستان ممکن خپل پوځیان د افغانستان له پولې د کشمیر پولې ته یوسي او له دې امله له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ شي.
ده ټینګار وکړ چې د کشمیر او افغانستان مسلې جلا دي او نه غواړي چې په زوره دواړه سره وتړي.
د پاکستان سفیر په عین حال کې وویل، هیله لري چې له طالبانو سره د امریکایانو خبرې بریالۍ شي او پاکستان د دې خبرو ملاتړ کوي.
تر دې مخکې یو شمېر پاکستاني سیاستوالو هم ویلي وو چې که امریکا پر هند فشار رانه وړي، باید اجازه ورنه کړل شي چې «کابل» سوله وویني.
وروسته له دې چې د هند حکومت تر خپل کنټرول لاندې کشمیر ځانګړی حیثیت یا موقف ختم کړ او کشمیر یې د هند د خاورې برخه وګرځاوه، پاکستان سخت غبرګون وښود.
تر دې وړاندې کشمیر ځان بیرغ درلود او د هند د نورو سیمو اوسېدونکو اجازه نه لرله چې په کشمیر کې جایداد واخلي.