تاند، سه شنبه، د اسد ۲۲مه: ولسمشر غني نن له غرمې وړاندې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د اختر مبارکي کړې او زیاته کړې یې ده، د سولې تړون به تر هغې لاسلیک نه کړي چې ملت نه وي تصویب کړی.
ولسمشر افغان ځواکونو ته په وینا کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د همغږۍ ستاینه وکړه: (( تاسې د دښمن د بریدونو څلور موجونه خنثی کړل، تاسې د جګړې میدان ګټلی دی. جمهوري نظام ستاسو له برکته لرو، تاسو پارلماني ټاکنې په امنیت کې ترسره کړې ولسمشریزو ټاکنو ته هم بشپړ چمتو یاست))
ولسمشر زیاته کړې د افغان ځواکونو په برخلیک هیڅ معاملې ته غاړه نه ږدي، بلکې ټینګار یې وکړ هغه د سولې هوکړه به لاسلیک نه کړي چې د افغانانو هویت او ملي اقتدار ته صدمه رسوي: (( مذاکراتو ته بې قیده او بې شرطه ځو، خو سوله شرط لري، د نظام ساتنه زموږ دنده ده، انتحار او انفجار اسلام کې نشته.))
ولسمشر غني ویلي، په امنیتي بنسټونو کې پراخ اصلاحات راغلي او اوس د ملي امنیت منسوبین ګمنامه نه دي بلکې په وینا یې دوی ځانګړی شرافت او حیثیت لري.
ولسمشر زیاته کړه د افغان هوايي ځواکونو په پيلوټانو به شپږ اوونۍ وروسته یوه یوه نومره ځمکه وویشل شي او هره قول اردو کې به رهایشي ښارګوټي جوړکړي تر څو امنیتي سرتېري په کې له کورنیو سره یو ځای واوسېږي.