تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: نن د اګست ۱۴مه د پاکستان د زېږېدو ۷۲مه کلیزه ده چې هم مهاله د بلوڅ او سندهي بېلتونپالو لخوا دا تورې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

۷۲ کاله وړاندې چې هند له بریټانوي ښکېلاک ازادي اخیستله، نو تاریخ پوهان وايي، بریټانیا له ډېرې غوسې څخه د سیمې د ناقراره ساتلو لپاره د پاکستان په نوم هېواد راجوړ کړ چې له مشورې پرته یې په کې بلوڅان، سندهیان او پښتانه ورګډ کړل، خو له همغې ورځې راهیسې بلوڅ ازادي غوښتونکي دا ورځ نه مني او د تورې ورځې په توګه یې نمانځي.

بلوڅ ازادي غوښتونکيو تېر کال د نړۍ په مختلفو سیمو کې دا ورځ داسې ونمانځله چې د لندن او جنیوا په بسونو یې د ازاد بلوچستان بیرغونه رسم کړي وو او د ملګرو ملتونو د دفتر مخته یې له تورو بیرغونو سره په راټولېدو د پاکستان د ظلمونو پر خلاف لاریون وکړ.

دا وار د پاکستان د زېږېدو ورځ ۱۴م اګست په داسې حال کې رارسېدلې، چې امریکا د بلوچستان د ازادۍ پر پوځ بلوچ لبریشن آرمي د ترهګرۍ ټاپه لګولې او پاکستاني پوځ هم په سیمه کې د دغه تحریک پر ضد سخت اقدامات بیا له سره پیل کړي دي، خو لیدل شوي چې بیا هم بلوچانو د تورې ورځې په توګه د ۱۴م اګست د نمانځلو تابیاوې نیولې دي.

بلوچان ۱۹۴۸م کال د مارچ له ۲۷مې راهیسې هم یوه توره ورځ لمانځي او وايي چې پاکستان په دغه نېټه د بلوڅانو ازادي سلب کړه.

پاکستان پر بلوڅانو د ولکې ټینګولو لپاره تر دې دمه له ۴۰ زرو زیات بلوڅ ځوانان ورک کړي او لسګونه زره نور یې وژلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *