تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳ مه: د بامیانو د امنیه قومندانۍ دوه لوړ پوړي چارواکي د لوی اختر په دویمه ورځ پر یوه ښځه باندي په جنسي تېري تورن شوي دي.
د بامیانو امنیه قومندان صادق مرادي وايي، یوې ښځې د اختر په دویمه ورځ ورته شکایت کړی چې د پولیسو د قرارګاه ټولي قومندان محمد سالم او د پولیسو د د بامیانو د پولیسو د جلب و جذب قومندان بصیر بلوچ پرې جنسي تېری کړی دی.
صادق مرادي وايي، دا ښځه بامیانۍ ده او اوس په امن کور کې ساتل کېږي تر څو یې د دوسیې په تړاو پلټنې بشپړې شي.
مرادي دغه راز وايي چې محمد سالم او بصیر بلوچ کابل ته تښتېدلي او د نیولو هڅې یې روانې دي: (( په یو دریم کس هم دغې ښځې دعوه کړې ده چې په غالب ګومان زمینه سازي یې کړې ده.))
د پولیسو لخوا د جنسي تېري پېښې په افغانستان کې ډېرې کمې او نادر وخت کې لیدل شوي چې په اړه یې افغان ځواکونو پر وخت د اقداماتو ادعاوې کړې دي.