تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: د حج و اوقافو وزارت وایي، سږ کال د حج مراسمو کې ۸ افغان حاجیان مړه شوي او دوه افغان ماشومان په کې زېږېدلي دي.

د حج و اوقافو وزارت ویاند ناصرالدین دریځ تاند ته ویلي، دا ۸ کسه افغان حاجیان په طبیعي مرګ مړه شوي دي.

نوموړي دغه راز وویل، هېواد ته د حاجیان د رالېږدونې بهیر به هم د اسد د میاشتې په ۲۶مه پیل او ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

سږ کال له افغانستان څخه حج ته ۳۰ زره کسان تللي وو چې ۲۵ سلنه یې ښځې حاجیانې وې.

وزارت له حاجیانو سره د لارښوونې لپاره ۶۸۰ ښوونکي، ۸۰ مفتیان، ۶۰ ډاکټران او ۲۴۰ نور کسان په مختلفو برخو کې د مرستې لپاره استولي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *