تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: د حنیف اتمر دویم مرستیال محمد محقق ومنله چې د سولې او اعتدال ډله کې د څلورو غړیو تر منځ اختلافات د دې ډلې د پاشلتیا سبب ګرځېدلي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ټاکنیزې ډلې ګڼ غړي به یې نورو ډلو سره یو ځای شي، ځکه راتلونکو ټاکنو کې د حنیف اتمر د بریا امکانات ډېر کم شوي دي.

محمد محقق د طلوع په نوم یو شخصي افغاني ټلویزیون ته ویلي، د سولې او اعتدال ټاکنیزه ډلګۍ کې اختلافات د صدراعظمۍ د څوکۍ پر سر راپورته او زور یې واخیست: (( بحث په دې و چې د صدراعظم انځور دې چاپ شي که نه؟ په دې اړه هوکړه ونه شوه او موږ ټولو ته یې تاوان ورسېد، د ټیم د پاشلتیا نور عوامل مو هم موجود دي.))

محمد محقق وايي، ډېر ژر به پریکړه وشي چې دا ټیم رراوانو ټاکنو ته ګډه مبارزه کوي او که غړي یې سره جلا کېږي.

نوموړی وايي، ډېر ژر به دی پخپله، عطا محمد نور او یونس قانوني له کومې بلې ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د وحید الله سباوون په مشرۍ د افغانستان د خلکو متحد ګوند هم د حنیف اتمر له ډلې ملاتړ پریښود او زیاته یې کړه د دغې ډلې تر منځ ډېرې غیر قانوني غوښتنې مطرح کېږي.

وحید الله سباوون وايي، د اتمر ټاکنیزه ډله د اسد د میاشتې په ۱۷مه نیټه په بشپړ ډول له منځه تللې ده او نور له دې ډلې سره څوک نه دي پاتې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *