تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: د طالبانو د قطر سیاسي دفتر یو غړي ویلي، طالب لوري د سولې د هوکړې د نهايي بڼې ارزونه پیل کړې ده.
دغه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وايي، که په دې سند کې ځینې نوي شیان اضافه کېږي، نو کېدای شي چې د دواړو لوریو نهم پړاو خبرو ته پرې اړتیا پېښه شي.
سرچینه وايي، د سولې د هوکړې په تړاو د طالبانو خپلمنځي خبرې اترې له اختر وروسته سمدستي پیل شوي او دوه ورځو پورې به دوی امریکا سره د هوکړې په تړاو خپل وروستی تصمیم ونیسي.
د اګست په دولسمه د اتم پړاو خبرو له پایته رسېدو سره سم دواړو لوریو اعلان وکړ چې له خپلو مشرانو سره به له مشورو وروسته مذاکراتو ته بېرته راستنېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو چې د سولې هوکړه نهايي شوې ده او ممکن د اختر په څلورمه د نړیوالو شاهدانو په حضور کې لاسلیک شي.