تاند، چهار شنبه، د اسد ۲۳مه: کابل لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې لاسلیک مراسمو ته روسیه هم ورغوښتل شوې ده.
ضمیر کابلوف له الزویشیا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، په دې تړاو ورسره خبرې شوې دي، ځکه د امریکايي لوري ته د طالبانو یو مهم شرط دا دی چې روسیه او چین دې له امریکا سره د طالبانو د سولې د تړون ضمانت وکړي: (( په دې تړاو خبرې لا وروستۍ شوې نه دي، کله چې دوی یوې پایلې ته رسېږي، نو مسکو هیله منه ده چې امریکا به ورسره وروستي معلومات شریک کړي.))
کابلوف زیاته کړې، امریکايي لوري طالبانو ته ویلي په دې شرط له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي چې طالبان به اوربند کوي او له افغان حکومت سره به مذاکرات پیلوي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې طالب استازي عباس ستانکزي په یوه مرکه کې ویلي وو، دوی د سولې په هوکړه کې د جاپان په څېر یو بې طرفه شاهد او ضمانت کوونکی هېواد غواړي، خو اوس داسې ښکاري چې طالبان د سولې په هوکړه کې خپل ملاتړي هېوادونه چین او روسیه راګډول غواړي.
چین او روسیې په دې وروستیو کې له طالبانو سره نه یوازې خپل تماسونه زیات کړي، بلکې په ډاګه یې له دغې وسله والې ډلې سره د اړیکو پاللو اعترافونه هم کړي دي.