تاند، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: د ملي امنیت شورا وايي، د پکتیا زرمت کې به د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښه به په جدي ډول وڅېړي.
د یکشنبې په شپه د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې زرمت کې يې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۱ طالبان وژلي دي، خو ځايي خلکو بیا په غبرګون کې ویلي، چې د ملي امنیت صفر یو قطعې ځايي خلک د اختر په شپه له کوره ایستلي او وژلي دي.
دملي امنیت شورا په دې تړاو بیګاه ناوخته تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د ولسمشر د امر په اساس به د زرمت پېښه په جدي ډول وڅېړل شي.
امنیت شورا وايي، ملي امنیت ته یې امر کړی چې په عملیاتو کې شریک نظامیان تر پلټنو لاندې ونیسي او د مجرم ثابتېدو په صورت کې سخت قانوني عمل ورسره وکړي.