تاند، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، د هېوادوالو شکایتونو ته د رسېدو ځانګړې شمېره (۵۰۰۰) یې فعاله کړې او هر څوک دغې شمېرې ته په زنګ وهلو خپل شکایت ثبتولی شي.

ارګ تاند ته په دې تړاو استولې خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر د دې شمېرې د فعالولو فرمان د خلکو د وړاندیزونو، شکایتونو ته د لاسرسي لپاره ورکړی دی: (( خلک کولی شي په اسانۍ ۵۰۰۰ شمیرې ته زنګ ووهي، دا شمېره ۲۴ ساعته فعاله ده، موږ به شکایتونو ته له دې لارې د قانوني پړاوونو له وهلو وروسته لاسرسی کوو.))

ارګ وايي، دا شمېره نه یوازې شکایتونه اوري بلکې له پلټنو وروسته یې بيرته له خلکو سره پایلې هم شریکوي او اطلاع ورکوي چې فلانی کار یې تر کومه ځایه ورسېد؟

تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت هم ورته شمېرې فعالې کړې دي چې خلک ورسره خپل شکایتونه، وړاندیزونه او معلومات شریکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *