تاند، پنجشنبه، د اسد ۲۴مه: کابل کې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دفتر ته ورغلی او د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې څخه یې د خپل هېواد لخوا د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

شادمانوف، حمدالله محب ته ویلي، د سولې لپاره ټولې هڅې یې د افغان دولت د اصولو په رڼا کې د دوه اړخیزو ژمنو سره برابرې مخته بیولې دي.

نوموړي حمدالله محب ته د طالبانو د هغه سفر په اړه بشپړ راپور ورکړ چې وروستیو کې يې ازبکستان ته درلود: (( موږ یوازې طالبانو سره لیدنه کې د سولې برخه کې د خپل رول او همکارۍ په باب خبرې کړې دي او هغوی ته مو ویلي دي چې د سولې مذاکراتو کې له ګڼو بشري حقونو څخه سترګې نه شو پټولی.))

په لیدنه کې د افغانستان د ملي امنیت مشاور ازبیکستاني لوري ته په زغرده ولی چې نوي سیاسي تعاملات یې باید افغانستان سره جوړ شوی باور د شک او زیان ښکار نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره پنجشنبه د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ازبکستان ته تللی و چې د هرکلي په تړاو یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون وښود او زیاته یې کړه طالبانو ته د ازبکستان هرکلي دا وښودله چې دوی د سولې هڅه نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *