تاند، جمعه، د اسد ۲۵مه: امنیتي چارواکي وايي، فراه کې له دریو میاشتو راهیسې هوايي او ځمکنیو عملیاتو ۷۳۰ طالب جنګیالي وژلي او ۳۵۰ پنځوس نور یې ټپیان کړي دي.
د فراه امنیه قومنداني وايي، طالبانو ته دا تلفات د ښار شاوخوا سیمو او ولسوالیو کې د ۳۳ ګډو عملیاتو په ترڅ کې اوښتي دي.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وایي، افغان پولیسو په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۴ مشترک او ۹ ځانګړي مستقل عمیات کړي دي چې په ترڅ کې یې د مخامخ جګړې پر مهال ۱۸۳ طالبان وژلي او ۱۰۹ نور یې ټپيان کړي دي.
د محب په خبره افغان هوايي ځواکونو هم ۳ میاشتو کې په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال ۵۳۳ طالبان وژلي او ۲۳۷ نور یې ټپيان کړي دي: (( په وژل شویو طالبانو کې فراه لپاره د دغې ډلې والي ملا مشر او نور مهم قومندانان هم شامل دي.))
محب له تاند سره په خبرو کې وویل، په دغو دریو میاشتو کې افغان ځواکونو ۶۳۳ میله وسله او ۹۴ نقلیه وسایط هم له منځه وړي دي: (( زموږ ځواکونو په دغه موده کې طالبانو ته د جاسوسۍ په جرم هم ۱۶ کسان نیولي دي.))
محب زیاته کړه، له تروریزم سره د مبارزې پولیسو یې ۳۸ عملیاتو کې په فراه کې د نورو جرمونو په تړاو هم تېرو ۳ میاشتو کې ۴۷ کسان، ۲۷ کېلوګرامه مخدره توکي او ۳۴ قاچاقبر نیولي دي.
نوموړی وايي، افغان پولیسو څه موده وړاندې په فراه کې د طالبانو هغه ځای هم کشف کړ چې له خلکو به یې موټر تښتول او دلته به یې ساتل: (( موږ د دغه ځای له کشف وروسته ټول وسایط د هغوی خاوندانو ته وسپارل.
فراه د افغانستان په سویل لویدیځ کې پروت ناارامه ولایت دی چې ویل کېږي له هلمند وروسته د طالبانو د مخدره توکو د فابریکو، ایراني حکومت سره د راشه درشه او د طالبانو د پناه ځایونو له کبله ډېر مهم دی.