تاند، جمعه، د اسد ۲۵مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وايي، امريکا له طالبانو سره د پټو او ښکاره معاملو په اساس غواړي په افغانستان کې خپل استخباراتي جنګ دوامدار وساتي.
سپنتا په خپله یوه تازه مقاله کې وايي،په افغانستان کې به د امریکا د استخباراتي ماموریت پیاوړتیا ډېرې بدې پایلې ولري.
نوموړی وايي، افغانان او سیاسیون دې د سولې وهم او خیال له سره وباسي او په افغانستان کې دې د امریکا د استخباراتي حضور پر ضد په کلکه ودرېږي: (( امریکا د سولې په بهانه غواړي په افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو او استخباراتو یو لوی عملیاتي مرکز فعال کړي او هغه ځایونه له افغانستان څخه په نښه کړي چې د امریکا اهدافو ته ترې خطر احساسېږي.))
سپنتا ټینګار کړی چې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتي مرکز جوړېدل د امنیت د ټینګښت لپاره نه دي بلکې دا به په افغانستان کې طالبان او د پاکستان لاسوهنه لا پياوړې کړي او په دې شکل سره په افغانستان کې خپلې استخباراتي لوبې ته دوام ورکړي: (( د امریکا دا کار به په افغانستان کې د سیمه ییزو رقابتونو اور لا تود کړي، او پراخ استخباراتي جنګونه به ورسره پیل شي.))
نوموړي زیاته کړې، امریکا د افغانستان جګړه په غیر قانوني ډول دوامداره ساتلې او اوس هم له طالبانو سره د یوې پټې او ښکاره معاملې له لارې هڅه کوي چې د افغانستان جګړه دوامداره وساتي.
د ملي امنیت شورا پخواني مشر پر افغان سیاستوالو غږ کړی چې د امریکا د دغو وحشیانه اهدافو پر ضد دې ودرېږي: (( زما غوښتنه دا ده چې که چېرته امریکا له افغانستان څخه وځي، نو په بشپړ ډول دې ووځي.))
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې د خبرو اتم پړاو تازه پای ته رسېدلی دی.
خو تر دې وړاندې هم یو شمېر سیاستوالو اندېښنه ښودلې وه چې د طالبانو د پروژې په ختمېدو سره به امریکا افغانستان کې د داعش په نوم د جګړې یو بل خطرناک څپرکی پرانیزي.