تاند، جمعه، د اسد ۲۵مه: افغان او د ناټو لوړ پوړي امنیتي چارواکي د زرمت عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د موضوع څېړلو لپاره پکتیا ته تللي دي.
د پکتیا ولایتي اداره وايي، د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی او په افغانستان کې د ناټو قومندان جنرال سکاټ میلر پرون مازیګر دغه ولایت ته ورغلي وو او د زرمت عملیاتو کې د ملکیانو د تلفاتو په اړه ادعاوې او اسناد یې له ځان سره ټول کړي دي.
د پکتیا ولایتي اداره وايي، دغو امنیتي او دفاعي مشرانو د سویل ختیځو ولایتونو د وضعیت ارزونې په خاطر د پکتیا، پکتیکا له والیانو سره هم لیدنې کړې دي، خو د زرمت پېښې د څېړلو لپاره یې یو پلاوي ته د پلټنو امر هم کړی دی تر څو یې راپور دوی ته ورسوي.
امنیتي مشرانو د پکتیا او پکتیکا والیانو ته هم امر کړی چې د پېښې په پلټلو کې دې نیغ په نیغه برخه واخلي.
د اختر په لومړۍ ورځ د ملي امنیت عمومي ریاست یوه اعلامیه خپره کړه چې زرمت ولسوالۍ کې یې د دوه قومندانانو په ګډون ۱۱ طالبان وژلي دي، خو ځايي خلکو ویلي، په دې عملیاتو کې وژل شوي کسان ټول ملکي خلک وو.
دا په داسې حال کې ده چې نن جمعه د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب هم د یوناما مشر تدامیچي یاماماتو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې حکومت به د زرمت د ملکي تلفاتو د پېښې په تړاو جدي پلټنې وکړي.
محب دغه راز ویلي، افغان حکومت په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړې تګلاره باندې کار کوي.