تاند- کله مو په دې فکر کړی چې ولې درد احساسوو؟

سویډني څېړونکو په دې اړه څېړنې کړي او دا راز یې کشف کړی چې ولې انسان درد احساسوي.

دوی په حقیقت کې هغه حجرې پېژندلي چې د عصبي حجرو په شاوخوا کې دي او د انسان د پوستکي بهرني قشر ته د درد احساس انتقالوي.

د ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې د راپور له مخې، څېړونکي هیله لري چې د دې کشف په وسیله به نوي مسکن درمل جوړ کړای شي.

د څېړونکو په وینا، دا ځانګړې حجرې، چې د عصبي حجرو په شاوخوا کې دي او درد یې په وسیله احساسېږي، د انسان تر بهرني پوستکي پورې غځېدلي او په بدن کې د درد سبب کېږي.

د سویډن په کارولینسکا انستیتیوت کې د دې څېړنې یو مولف پروفیسر پاتریک ارنفورس وايي، اوس اصلي پوښتنه دا ده چې ایا سخت دردونه هم له دغو حجرو سرچینه اخلي؟

د څېړونکو دا څېړنه په ساینس ژورنال کې خپره شوې ده. دوی ویلي د پوستکي د حجرې ماهیت یې څېړلی دی. تر دې وړاندې په دې اړه څېړنه نه وه شوې.

دوی یو ډول (Schwann) حجرې دي چې عصبي حجرې هم پکې شاملې دي او د هغو د ژوند له دوام سره مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *