شرف الدین عظیمي

نن د اګیسټ ۱۶ مه د نامتو ارواپوه ویلیم وونټ د زوکړې ورځ ده، ویلیم وونت په ۱۸۳۲ کال د آلمان په بادان ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د وونټ ماشومتوب یوازې د لیکوال کېدو شهرت په خیالونو کې تېرېدۀ هغۀ تل په ښوونځي کې کمې نمرې اخیستې هغه د کورنۍ یوازینی زوی وو چې تل به په کور کې اوسېدۀ ځکه چې مشر ورور یې له کور نه لرې په یوه ۲۴ ساعته ښوونځي کې زده کړې کولې، د وونت مور او پلار ټولنیز انسانان وه، خو وونت له خپل پلار ښه خاطره نه لرله ځکه د وونټ پلار یوه ورځ د هغه ښوونځي ته ورغلی وه او درسونو ته د نه پاملرنې په بهانه یې د ټولو په مخ کې په څپېړه وهلی وه او بیا ۱۳ کاله په کور پاتې شو، په ښوونځي او ټولنه کې ډېر فعال نه وه او د پلار له روزنې لاندې وه ویل کېږي چې ټوله ورځ به یې کور کې خیالونه وهل په وونټ یې ټولګیوالو او اطرافیانو هم ملڼدې وهلې خو وونټ وکولی شول چې اخر په خپلو خیالونو ور بریالی شي په ۱۹ کلنۍ له ښوونځي فارغ شوو د خپل لوړ استعداد له امله یې پوهنتون ته لاره ومونده په لومړیو کې یې غوښتل ډاکټر شي نو د هډوکو په برخه کې یې زده کړې پیل کړې خو یو کال وروسته یې پرېښوده او پرېکړه یې وکړه چې د توبنیګن پوهنتون ته ولاړ شي او یو فزیولوجسټ شي، خو پلار یې مړ شو له همدې امله وېرېده چې د زده کړو لګښتونه به یې څوک ورکوي خو باور یې درلوده چې فزیولوجسټ به جوړیږی په همدې باور یې هڅې پیل کړې او پای بریالی هم شو په ۱۸۵۶ز کال یې دوکتورا واخیسته او د هایدلبرګ پوهنتون کې یې تدریس پیل کړ، معمولاً به یې په درسي خونه کې له ۶۰۰ ډېرو زده کړیالانو شتون درلوده. وونت په ۱۸۷۵ز کال د لاپزیک پوهنتون ته ور وغوښتل شو تر څو د فلسفې درس ورکړي په ۱۹۵۸ز کال یې د ارواپوهنې په نوم یو کتاب د جلا علم په توګه ولوستۀ چې د ده پام یې دې علم ته راواړاوه د طبیعي علومو د اصولو په اړوند له ویناوو وروسته دې پایلې ته ورسېدۀ چې ارواپوهنه باید یو علم شي؛ له هغې وروسته یې په ارواپوهنه کې څېړنې پیل کړې او په ۱۸۷۹ز کال یې د نړې په کچه د ارواپوهنې د لومړني ازمایښت ځای بنسټ کېښودۀ او د ارواپوهنې د خپلواکۍ لپاره یې بې ساري هلې ځلې وکړې او په پای کې بریالی شو. که څه هم چې ویلیم جیمز هم د هاروارد پوهنتون کې همداسې یو ازمایښت ځای پرانیستی وو خو د وونت په ازموین ځای کې ډېر شمېر مسلکي کسان وروزل شول چې اوس هم د ارواپوهنې په تاریخ کې نوم لري د وونت بې ساري هڅو هغه د لاپزیک پوهنتون ریاست ته ورساوه د کار ډېروالي او بې شمېره مسوولیتونو سره سره یې بیا هم ارواپوهنې ته لۀ پرمختګ ورکولو څخه لاس وانه خیست هغه د یوه فیلسوف ځانګړنې درلودې لکه څرنګه یې چې لېوالتیا فیلسوفانه وه نو د منطق او فلسفې له لارې علمي ارواپوهنې ته ور ورسېدۀ. ویلیم وونت د ارواپوهنې د پلار په نوم یادېده، د ارواپوهنې د لومړنۍ خپرونې مسوول مدیر وه، هغه په ۱۹۲۰ز کال د اګیسټ په ۳۱مه د ۸۸ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې وونت شاوخوا ۵۴۰۰۰ لیکنې، علمي څېړنې، مقالې او نور اثار پر ځای پرېښودل چې د ارواپوهنې په علم کې له ارزښتناکه اثارو څخه شمېرل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *