امریکايي خپرونه “فارن پالیسي” لیکي چې امریکا د وتلو پر مهال باید دغه دوه (۲) ناتړلي واقعیتونه ومني: لومړی؛ امریکا په غلطۍ سره دا فکر کاوه چې دوی کولای شي په افغانستان کې جګړه مارې له منځه یوسي او خپل ځواکونه ژر تر ژره وباسي. دویم؛ له طالبانو سره د امریکا معامله ممکن تاوتریخوالی د کمولو پر ځای ډېر کړي.
د لیکنې په دوام کې راغلي، له لومړي سره امریکا غوښتل القاعده له منځه یوسي، خو د هغوی د کوربنو یعنې طالبانو له منځه وړل یې داسې خاص نه غوښتل.
مطلب بیانوي چې د امریکا له وتلو وروسته، که مذاکرات هرڅومره ښه وشي هم، د پراخې او اوږدې کورنۍ جګړې امکان شته. آن په ۲۰۱۸ کې، د افغانستان شخړه د نړۍ تر ټولو مرګونې هغه وه.
مطلب زیاتوي، “فارن پالیسي” خپرونه لیکي، امریکا د وتلو پر مهال باید دغه دوه (۲) ناتړلي واقعیتونه ومني: لومړی؛ امریکا په غلطۍ سره دا فکر کاوه چې دوی کولای شي په افغانستان کې جګړه ماري له منځه یوسي او خپل ځواکونه ژر تر ژره وباسي. دویم؛ امریکا د امریکا معامله له طالبانو سره ممکن تاوتریخوالی د کمولو پر ځای ډېر کړي.
مطلب کاږي چې له لومړي سره امریکا غوښتل القاعده له منځه یوسی، خو د هغوی د کوربنو یعنې طالبانو له منځه وړل یې داسې خاص نه غوښتل.
مطلب بیانوي چې د امریکا له وتلو وروسته، که مذاکرات هرڅومره ښه وشي هم، د پراخې او اوږدې کورنۍ جګړې امکان شته. آن په ۲۰۱۸ کې، د افغانستان شخړه د نړۍ تر ټولو مرګونې هغه وه.
مطلب زیاتوي چې افغان جوړجاړي ته رسېدل ډېر ستونزمن کار دی.
مطلب په اوس وخت کې د کشمیر په اړه د نرېندر مودي پرېکړه داسې تعبیروي چې که په افغانستان کې سوله راشي، نو د ترهګرو ډلو پام به کشمیر ته ورواوړي، نو ځکه غواړي کشمیر ځان ته رابېل او له ستونزې ځان خلاص کړي.
مطلب وايي چې د امریکا راتلونکی ګام ښايي د پراخې جګړې امکان راکم او د افغان جوړجاړي په لاره کې خنډونه له لارې لېرې کړي، او یا ښايي په دواړو برخو کې وضعیت لا خراب شي.
مطلب سپارښتنه کوي چې د امریکا حکومت د افغانستان د جوړجاړي تر ترلاسه کېدو پورې باید خپله حوصله له لاسه ورنکړي.
مطلب توضېح کوي چې د خبرو د پایلو او وضعیت تر معلومېدو وړاندې د اوسني سیاسي نظم له منځه وړل، یوازې او یوازې وضعیت نور هم ګډوډي او افغان دولت نور هم کمزوری کوي.
مطلب په پای کې وايي چې د افغانستان د مسلې تر سیاسي جوړجاړي وړاندې که امریکا خپل پوځيان او بسپنه سپموي، نو دا به سوله نه بلکې د ۱۸ کلونو مداخلې څخه وروسته یوازې د خپلو ځواکونو ایستل وي او بس.