تاند- د ملا محمدرسول اخوند په مشرۍ د طالبانو انشعابي ډله وايي چې د بلوچستان ایالت د کچلاغ په سیمه کې د جمعې د ورځې چاودنه د دوی له لوري شوې ده.

د افغانستان په لوېدیځ کې د ملارسول په مشرۍ د طالبانو د انشعابي ډلې ویندوی ملاعبدالمنان نیازي د تاند سیمه ییز خبریال ته وویل چې د کچلاغ د وزیراباد په یوه مدرسه کې د دوی یوه غړي د ملاهبت الله اخوندزاده په مدرسه کې «استشهادي برید» وکړ او په ترڅ کې یې د هبت الله اخوندزاده ورور حافظ احمدالله او ګڼ نور ووژل شول.

خو پاکستاني رسنیو ویلي چې په دې انتحاري برید کې ۱۰ تنه وژل شوي شاوخوا ۱۲ نور ژوبل دي.

پاکستاني رسنیو د حملې د هدف او په هغې کې د افغان طالبانو د مشر د ورور د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي خو خو تاند ته رسېدلي معلومات ښيي چې د طالبانو مهم کسان عزت الله، حاجي مراد، محمد قسیم، قدرت الله (هویت یې معلوم نه دی چې ایا طالب دی که نه دی؟) حاجي حکمت، حاجي ندا، وحید الله، حاجي اکبر اغا، عبدالجبار، عبدالحکیم، اغامحمد، محمد صدیق، عبدالرحمن، عزت الله، حیات الله، عبدالدهیان، رحیم الدین، سعدالدین، حاجي غلام سرور، رحمت الله او عنایت الله د دغې پېښې ښکار شوي دي.

پاکستان او رسنیو یې په دې اړه چې په برید کې د افغان طالبانو د مشر ورور وژل شوی، څه نه دي ویلي خو د روغتون له لوري د وژل شویو کسانو په لیست کې د حافظ احمدالله نوم لیدل کېږي. د روغتون په لیست کې د روغتون د وژل شویو کسانو شمېر ۴ او د ټپیانو ۱۱ ښودل کېږي.

د بلوچستان ایالت د پولیسو چارواکي وايي چې د دوی په باور ممکن دا پېښه د مخکې تر مخکې اېښودل شوي بم د چاودذنې په نتیجه کې شوې وي خو تحقیقات یې لا دوام لري.

دوی همداراز وايي چې د چاودنې په مهال شاوخوا ۲۰۰ تنه د جمعې د لمانځه لپاره راټول شوي وو.

د ملا رسول د ډلې ویندوی وايي چې دا برید یې د هبت الله د پلوي طالبانو د وروستیو حملو په غچ کې کړی دی.

One thought on “د ملارسول ډلې په کچلاغ کې د ملاهبت الله پر ډلې د انتحاري برید مسوولیت په غاړه واخیست”
  1. دا کار بغیر دی چتلیستان دی استخباراتو هیسکله نکیژی دا زکه چه چتلیستان نه غواری چه په افغانستان کی صلح راشی غواری دا دی طالبانو مشران ترور کری ترسو طالبانو مابین درز پیداشی چه ترسو نوی مشر تاکی کلونه به نوره وینه هم وبهیژی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *