سناتور پال

تاند- امریکايي سناتور رانډ‌ پال وویل، که ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې سوله وکړه، باید د سولې د نوبل هغه جایزه ورکړل شي چې د سولې کمېټې پخواني ولسمشر بارک اوباما ته ورکړې ده.

د کانګریس د دغه جمهوریپال غړي (Rand Paul) په باور اوباما په افغانستان کې جګړه پراخه کړه، نو د نوبل د سولې کمېټه باید ورڅخه خپله جایزه بېرته واخلي.

ده زیاته کړه«اوباما د نوبل د سولې جایزه وګټله خو په نهایت کې نوموړي افغانستان ته د جګړې لپاره یولک نور ځواکونه ولېږل چې په دې هیواد کې د جګړې اور لا تود کړي. نو که ډانلډ ټرمپ په رښتیا د افغانستان جنګ پای ته ورسوي، د نوبل د سولې کمېټه باید له اوباما څخه د سولې جایزه بېرته واخلي او ټرمپ ته یې ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون (جمعه) د امریکا د کانګریس یوه بل مخکش غړي سناتور لینډسي ګراهام وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هر راز موافقه باید تر لاسلیکېدو مخکې کانګریس ته وړاندې شي او د کانګریس غړي یې وڅېړي.

سناتور ګراهام د خپل هیواد له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه وغوښتل چې له طالبانو سره د سولې د موافقې په لاسلیکولو کې له احتیاطه کار واخلي او داسې پرېکړه ونه کړي چې د سختدریځو ډلو د پیاوړتیا سبب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *