تاند، شنبه، د اسد ۲۶مه: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون جمعه د ټرمپ د رخصتۍ په ځای کې له هغه سره د افغان سولې په تړاو د لوړپوړ امریکايي چارواکو د ناستې په اړه خوشبیني ښودلې ده.
ټرمپ له دغې ناستې وروسته ویلي، دواړه مخالف لوري په افغانستان کې د ۱۹ کلنې جګړې د ختمولو لپاره د سولې یوې هوکړې ته واداره شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو بیا په لږ صراحت ویلي چې هېواد یې د سولې په لاره کې له افغانستان سره له نږدې څخه په ګډه کار ته ژمن دی.
پومپیو ویلي، له ټرمپ سره د افغان سولې په تړاو ناسته کې د هغه مرستیال مایک پنس، د دفاع وزیر مارک اسپر، د ملي امنیت مشاور جان بولټن، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د ګډو ځواکونو قومندان جنرال جوزف ډانفورډ او د سي آی ای مشرې جینا هاسپل ونډه لرله.
پومپیو زیاته کړې ده : (( موږ د ولسمشرۍ په رهبرۍ د افغانستان د مسئلې په هکله لا زیاتې او جدي هلې ځلې کوو.))
پومپیو زیاته کړې، هېواد یې له افغانستان سره په همکارۍ یوې جامع سولې ته د رسېدو برخه کې ګډ کار کوو چې ورسره افغانستان بیا امریکا او ملګرو ته یې ګواښ ونه ګرځي او یو دایمي اوربند رامنځته شي.