د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د روزونکې ډلګۍ په ملتیا د ملي لوبډلې روزنیز پلان بشپړ کړ. د دغه پلان لړۍ په متحده عربي اماراتو کې د کینیا پر وړاندې سیالیو په ترڅ کې پیل شوه چې د اداري ډلګۍ او ملي روزونکو له رسیدو څخه وروسته په کابل کې پای ته ورسیده. دغه پلان د دریو ورځو په ترڅ کې بشپړ شو چې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر په شمول ټولو ملي روزونکو او تخنیکي کسانو په کې خپل نظرونه شریک کړل. ددغه جامع پلان موخه نه یوازې د نړیوال پنځوس اوریز جام پر چمتووالي تمرکز کوي بلکه د نړیوال شل اوریز جام غوراوي پړاو سیالیو لپاره د چمتووالي نیول او د دغو سیالیو په ترڅ کې ښه ځلیدل هم دي.

ددغه پلان عمده برخې به مختلفو هیوادونو ته د ملي لوبډلې سفرونه او له هغوی سره سیالۍ تشکیلوي. سربیره پردې به د ملي لوبډلې غوره وړتیارغونې لپاره درې روزونکي (د توپوهنې، فیلډنګ او ورو توپ اچونې) هم نیول کیږي چې وار له مخې له مختلفو روزونکو سره د غوره غوراوي په موخه خبرې هم شوې دي. ددغه اوږدمهاله روزنیز پلان په ترڅ کې به ملي لوبډله اسټرلیا او نیوزیلنډ ته هم سفرونه ولري.

دغه روزنیز پلان به د ملي لوبډلې لوبغاړو په شمول به د ملي نولس کلنې او الف لوبډلې لوبغاړي هم تر خپل پراخه پوښښ لاندې راولي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ددغه روزنیز پلان بهیر ګټور بولي او زیاتوي چې ملي لوبغاړي به د نویو پلانونو په بدرګه نوي بریالیتوبونه د هیواد غیږې ته راوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *