تاند، شنبه، د اسد ۲۷ مه:  افغان چارواکي تاییدوي چې د کابل ښار د ودونو په یوه سالون کې د شپې په چاودنه کې لږترلږه ۲۰ تنه ژوبل شوي دي.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو دا ډول بریدونه طالبان او داعش کوي. په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي چې واده د لوګریانو و خو ځینې نور راپورونه وايي چې واده په هزاره مېشته سیمه کې شوی دی. پر هزاره ګانو عموماً داعشیان برید کوي خو په پښتنو د اکثرو بریدونو مسوولبیت طالبان په غاړه اخلي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، له بده مرغه په دې پېښه کې ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رحیمي په وینا ګڼ شمېر کسان په برید کې ژوبل شوي دي خو نورو چارواکو او روغتوني سرچینو تاند ته وویل چې لږترلږه ۲۰ ټپیان د کابل ایمرجنسي روغتون ته رسول شوي دي. خو تشویش شته چې د مرګ ژوبلو شمېر تر دې زیات شي.

دا برید یوازې یوه ورځ وروسته له دې وشو چې د کچلاغ په وزیراباد مدرسه کې په ورته برید کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د ورور په ګډون ۷ مهم طالب مشران ووژل شول.

په کابل کې تر دې درې اوونۍ پخوا ۰د اګست ۷) د طالبانو په یوه انتحاري برید کې ۱۴ تنه ووژل شول او ۱۴۵ نور ژوبل شول.

بیړنی خبر: کابل دوبۍ هوټل کې د واده پر مراسمو ځانمرګی برید وشو

څو شیبې وړاندې د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان پر سړک پروت شهر دوبۍ د ودونو تالار کې د واده پر مراسمو ځانمرګي برید لږ تر لږه د ۲۰ نه تر ۳۰ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

امنیتي سرچینې وايي، د فیض محمد کاتب پر واټ پروت په دغه هوټل کې د لوګر د اوسېدونکو واده مراسم روان وو، چې ځانمرګي د زوم د سټیج مخې ته په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

پولیسو د اوس لپاره سیمه محاصره کړې ده او تر اوسه کومې ډلې د دغې برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو شاهدان وايي چې د واده په مراسمو کې سلګونو تنو برخه اخیستې وه او احتمال شته چې لسګونو کساتنو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

د نورو جزیاتو لپاره له تاند سره پاتې شئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *