تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د چرګانو د فارم لرونکو ټولنه وايي، تر دې دمه په ټول افغانستان کې د چرګانو د پالنې پر ۱۰ زره لویو- وړو فارمونو له یو ملیارد ډالرو زیاته پانګونه شوې ده.
د ټولنې مسوولان وايي، دا مهال افغانستان د چرګانو د غوښې او هګیو له پلوه خپله ۸۰ سلنه اړتیا په کور دننه پوره کوي.
خو د چرګانو فارم لرونکو ټولنې مشر معروف ظفر وايي، له بهر څخه هېواد ته د زړو چرګانو د غوښې او هګیو قاچاق لا هم په دې برخه کې د پانګونې د زیاتولو پر وړاندې لوی خنډونه دي او باید مخه یې ونیول شي.
بلخوا د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دمګړۍ افغانستان ۲۹۰ زره ټنه د چرګانو غوښې ته اړتیا لري چې ۲۱۹ زره ټنه یې د افغانستان له کورنیو فارمونو ترلاسه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم هېواد ته د ایراني او پاکستاني چرګانو د غوښې واردات بند شوي نه دي.
د فارم لرونکو په وینا، افغانستان ته دا مهال د چرګانو وارد شوې ټولې غوښې او هګۍ له ګمرک څخه پټې واردېږي چې کیفیت یې هم خورا خراب وي.