تاند، یکشنبه د اسد ۲۷مه: د بلخ ځايي چارواکي وايي، د دې ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملکیانو پر یو موټر چاودنې ۱۱ کسان وژلي دي.
د بلخ امنیه قومنداني وايي، پېښه نن سهار شاوخوا اووه بجې حیاتان کلي کي شوې چې په قربانیانو کې یې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه وايي، د ملکیانو یو موټر مزار شریف ښار ته راروان و چې لاره کې د طالبانو پر ماین برابر شوی او ۱۱ ملکیان په پېښه کې وژل شوي دي.
که څه هم طالبانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دولت اباد کې ددغې ډلې پراخ فعالیتونه د دې سبب شوي چې خلک ترې تر پزې ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سور صلیب کمېټې په دې وروستیو کې ویلي، د سولې له هڅو سره سره لا په افغانستان کې ملکي تلفات نه دي کم شوي.